لوګر کې د کرنیزو فصلونو خړوبولو لپاره د ژورو څاهګانو کېندلو او وچکالۍ له امله د مرکز پُلعلم او ولسوالیو ډېری سیمو کې د څښاک اوبو څاهګانې وچې شوي چې خلک یې ستونزو سره مخ کړي دي.
د پلعلم ښار اوسېدونکي نمعتالله سلاموطندار ته ویلي چې حکومت او مرستندویه ادارې باید هغو سیمو کې د څښاک اوبو شبکې جوړې کړي چې خلک یې د پاکو اوبو نهشتون سره مخ شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل: «زموږ کور او کلي کې ډېری د څښاک پاکو اوبو څاهګانې وچې شوي. خلک له پراخو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، حکومت په ځانګړې توګه مرستندويه ډلې باید د خلک لاسنیوی وکړي.»
د محمداغې ولسوالي بڼوال محمد اکبر هم سلاموطندار ته وویل، د وچکالۍ له امله د لوګر سیند په ګډون لسګونه کانالونه او ویالې او ان ځینو سیمو کې باغونه او ونې وچې شوي دي.
نوموړی وایي، کروندګر او بڼوال دامهال د خپلو کرنېزو فصلونو او باغونو خړوبولو لپاره ستونزو سره مخ دي او که وچکالي دوام وکړي، ډېری کرنیز فصلونه به د اوبو نهشتون له امله لهمنځه لاړ شي.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفېعالله صمیم د وچکالۍ په دلیل رامنځته شوې ننګونې تاییدوي، خو وايي چې ولایتي اداره پر دې کار کوي، څو د وچکالۍ ناوړه اغېزې راکمې کړي.
هغه وویل، د وچکالۍ په دلیل زیانمنو شویو کروندګرو، بڼوالو او عامو خلکو سره د مرستو کولو هڅې هم روانې دي.
نوموړي وویل: «لوګر هم د نورو ولایتونو په شان وچکالۍ ځپلی او د څښاک یوشمېر څاهګانې وچې شوي هم دي، دغه ستونزه د بڼوالۍ او کرکیلې په برخه کې پراخه لیدل کېږي او هڅه روانه ده چې دا ستونزې راکمې شي.»
د یادونې ده چې سږکال د ټول هېواد په سطحه د وچکالۍ ناوړه اغېزو او زیاتره سيمو کې د څښاک اوبو ته د خلکو نه لاسرسي څخه اندېښنې زیاتې شوي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دغهراز بېلابېلو ولایتونو کې کروندګرو شکایت کړی چې د وچکالۍ له امله یې کرنیز حاصلات هم راکم شوي دي.