د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو همغږي کوونکې ادارې یا «اوچا» ویلي چې د دغه سازمان د لومړنیو موندنو پربنسټ، د افغانستان په لوېدیځ کې د تېرې اوونۍ زلزلې چې مرکز یې بادغیس ولایت و، شاوخوا ۱۰۰۰ کورنیو ته زیان رسېدلی او یا هم ویجاړ شوي دي.

اوچا همداراز ویلي چې دغې زلزلې د هېواد په لوېدیځ کې د اوبو سرچینو ته هم زیان رسولی دی. د ملګرو ملتونو د بشري دوستانه مرسته د همغږي کوونکې ادارې په وینا، هغه کورنۍ چې له دغو زیانونو څخه اغېزمنې شوي، د ابو له لارې د لېږدونکو ناروغیو څخه د مخنیوي لپاره، ودانیو ته اړتیا لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

اوچا ټينګار کړی چې بشرپاله بنسټونه زیانمنو کسانو ته د اړینو بېړنیو مرستو پر لېږد لګیا دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ، یوې محلي سرچیني سلام‌وطندارته تایید کړه چې د هېواد په لوېدیځو ولایتونو کې د شویو دوو زلزلو له کبله د ښځو او ماشومانو په ګډون د وژل شویو کسانو شمېر ۲۲کسانو ته رسېدلی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام