Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې پر نس‌ناستې ناروغي د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی

20230621_114240

د لوګر د ولایتي روغتون مسوولان وايي، د هوا په ګرمېدو سره دغه ولایت کې پر نس‌ناستې ناروغي د اخته ناروغانو شمېر ډېر شوی دی.

دوی زیاتوي چې تېره یوه اوونۍ کې ولایتي روغتون ته ۲۰۰ ماشومان چې پر نس‌ناستې ناروغي اخته وو، د درملنې لپاره یې مراجعه کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د لوګر د «نایب امین‌الله خان» ولایتي روغتون د ماشومانو متخصص ډاکتر صفي‌الله سلیمانخېل سلام‌وطندار ته وویل: «د هوا له تودېدو سره ماشومانو کې د نس‌ناستې ناروغي زیاته شوې، د تېرو اوونیو په پرتله له ۲۰سلنه څخه نیولې تر ۳۰ سلنه پورې لوړه شوې. همدا تېره شپه هم یو ماشوم د نس‌ناستې ناروغي له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.»

د لوګر یوشمېر اوسېدونکي هم وايي، د هوا د تودوخې درجې لوړېدو سره سلګونه ماشومان پر نس‌ناستې ناروغي اخته شوي او ځینو یې د دغې ناروغي له امله خپل ژوند هم له لاسه ورکړی.

دوي ټینګار کوي چې د عامې روغتیا وزارت دې د مرکز پل‌علم او ولسوالیو روغتیايي مراکزو کې د ناروغانو د درملنې لپاره خپلې اسانتیاوې دوه برابره کړي.

د لوګر اوسېدونکي محمداتل وویل: «زما درې ماشومان پر نس‌ناستې ناروغي اخته شوي او اوس ولایتي روغتون کې تر درملنې لاندې دې. دولت څخه مو غوښتنه ده چې د التمور دولتي روغتون کې ناروغانو ته زیاتې اسانیتاوې رامنځته کړي.»

په ورته وخت کې د لوګر د عامې روغتیا ریاست ویاند فهیم‌الله لودین سلام‌وطندار ته وویل، د پخوا په پرتله ماشومانو کې د نس‌ناستې ناروغۍ ۳۰ سلنه لوړه شوې او هڅه کوي چې روغتونونو کې د درملنې اسانتیاوې زیاتې کړي.

هغه وویل: «د هوا تودخې په لوړېدو سره او همدارنګه د ډول ډول مکروبونو په فعالېدو سره د نس‌ناستې ناروغي زیاته شوې ده. همدا وروستیو څو شپو ورځو کې په ماشومانو کې شاوخوا ۳۰سلنه د نس‌ناستې ناروغي زیاته شوې او ډېری ناروغان اوس په دولتي روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.»

  سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

نوموړی زیاتوي چې د ماشومانو کورنۍ هم باید روغتیايي لارښوونې په پآم کې ونیسي او کوم ماشومان چې په نس‌ناستې ناروغۍ اخته شوي، ژر تر ژره نږدې روغتونونو ته د درملنې لپاره ولیږدوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام