په کندهار کې د میرویس حوزوي روغتون د ماشومانو څانګې مسوول محمد صدیق سلام‌وطندار ته ویلي چې سږ کال د تېر هغه په پرتله پر بېلابېلو ناروغیو د ماشومانو د اخته کېدو کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې ده. نوموړی د تودوخې لوړه کچه، وچکالي، جګړې او د کورنیو نه پاملرنه هغه څه یادوي چې سلګونه ماشومان یې له کبله پر نس‌ناستې، خواګرځۍ او ځینو نورو ناروغیو اخته شوي دي.

د میرویس حوزوي روغتون د ماشومانو څانګې مسوول زیاتوي، د روان لمریز کال په لومړیو دوو میاشتو کې له کندهار ښار او ځینو نورو سیمو نه شپږ زره او ۷۹۱ ناروغ ماشومان چې ۸۸۲ یې یوازې پر نس‌ناستې ناروغۍ اخته وو، دغه روغتون ته ور وړل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغه په خبره، د یادو ماشومانو له ډلې ۱۲ سوه او ۳۶ هغه یې بستر شوي او ۵۵۵۵ نور یې له درملنې وروسته خپلو کورونو ته لېږل شوي دي. محمد صدیق وايي، د بستر شویو ماشومانو له ډلې ۶۹ هغه یې مړه شوي دي.



په همدې حال کې یوشمېر مېرمنې چې د کندهار میرویس روغتون ته یې خپل ماشومان د درملنې لپاره راوستلي، اندېښنه ښيي چې ماشومان یې یو ناڅاپه پر نس‌ناستې، تبې، د کولمو او غوږونو پر درد اخته شوي دي. د دوی په وینا، سره له دې چې په روغتون کې یې د ماشومانو درملنې ته پام کېږي، خو بیا یې هم روغتیايي وضعیت ښه‌والی نه مومي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه پر ټویټر هم وڅارئ

نېکبخته چې کوچنی زوی یې پر نس‌ناستې، خواګرځۍ او کولمو درد د اخته کېدو تر څنګ، تبه هم لري، سلام‌وطندار ته ویلي چې له تېرو درې ورځو راهیسې یې روغتون ته راوستلی او تمه لري چې ورسره ښه به شي.

نوریه هم وايي چې کوچنی زوی یې پر نس‌ناستې، خواګرځۍ، د غوږونو درد او تبې اخته دی. د هغې په خبره، ماشوم یې ډېر نارامه دی او له پرون راهیسې یې روغتون ته د درملنې لپاره راوستلی دی.

ډاکټران سپارښتنه کوي چې کورنۍ دې د هوا تودېدو، وچکالۍ، جګړې او ځینو نورو ستونزو ته په کتو پر خپلو ماشومانو پام زیات کړي، څو پر بېلابېلو ناروغیو اخته نه شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام