Asset 1SWN

له پاکستانه اېستل شوي افغان‌کډوال د خپلو ماشومانو ناڅرګند برخلیک ته اندېښمن دي

AP23308707799571-1699415572

یوشمېر افغان ماشومان چې په تېره یوه اوونۍ کې له خپلو کورنیو سره له پاکستان څخه په زوره را ایستل شوي، شکایت کوي چې د تلپاتې اوسېدو لپاره سرپناه نه لري او زده‌کړې یې هم نېمګړې پاتې شوې دي.

احمد چې څوارلس کاله عمر لري او د شپږم ټولګي زده‌کوونکی دی، تازه د سپین‌بولدک له لارې کندهار ته را کډه شوی دی. هغه وايي، خپل کور نه لري او اوس د خپلوانو په یوه امانتي کور کې اوسېږي او خپلو نیمګړو زد‌ه‌کړو ته هم اندېښمن دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی وايي، د بلوچستان د مرکز کویټې په یوه ښوونځي کې یې زده‌کړې کولې، خو اوس ترې پاتې شوې. هغه زیاتوي: «موږ یې د کویټې له ښار څخه را واېستلو. زده‌کړې او ټول ژوند مو پاتې شو. که څه هم دلته یې اوبه او ډوډۍ راکړل، خو سرپناه نه لرو او نور زده‌کړې نه‌شوو کولای.»

هېواد ته له ختیځې دروازې تورخم څخه هم هره ورځ سلګونه افغان کډوال را اوړي چې ډېری یې په وطن کې د دایمي سرپناه د نشتون له امله د تورخم په لنډمهالي کمپ کې دېره کېږي. شهاب‌الله او کامران هغه افغان ماشومان دي چې همدا تېره اوونۍ د کوزې پښتونخوا له صوابۍ څخه هېواد ته راکډه شوي دي. دوی زیاتوي:

«موږ یوه خور او نهه ورونه یوو. له پنځو ډېرې ورځې کېږي چې بېرته را ګرځېدلي یوو. دلته خدمتونه ښه دي، خو موږ په کمپ کې اوسېږو؛ موږ غواړو چې کور ولرو، درس ووایو او خپل هېواد ته خدمت وکړو.»

«زه، خویندې او ورونه مې اندېښمن دي. څو شپې کېږي چې به کمپ کې یوو. ما، خور مې او ورونو مې په پاکستان کې زده‌کړې کولې، خو اوس راغلي یوو او نه‌ پوهېږو چې دلته څنګه کور پیدا کړو یا زده‌کړې وکړو.»

خو د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد سلام‌وطندار ته ویلي چې د کډوالو د سرپناه، زده‌کړ او روغتیا برخو ته یې ځانګړې پاملرنه کړې او هڅه کوي چې په بېلابېلو برخو کې یې ستونزې حل کړي. نوموړی زیاتوي:

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

«طبیعي ده چې اسلامي امارت ډېر پیاوړی اقتصاد نه لري او خلک هم همکاري کوي، څو دا موضوع حل شي. ځینې بنسټونه او مرستندویه بنسټونه هم په دې برخه کې همکاري کوي چې موږ یې ستاینه کوو او غواړو چې خپلې مرستې زیاتې کړي.»

دغه افغان ماشومان داسې مهال له خپل ناڅرګند برخلیک څخه سر ټکوي چې تازه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي، له پاکستان څخه افغانستان د راستنو شویو کډوالو ۶۰ سلنه یې ماشومان دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام