د البیروني پوهنتون د استادانو پر موټر چاودنه؛ څلور کسان وژل شوي

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د البیروني پوهنتون د استادانو پر موټر چاودنه کې څلور کسان وژل شوي دي.
د دغه وزارت ویاند طارق ارین وايي، یو ماین د پروان ولایت د مرکز چاریکارو ښار په رباط سیمه کې د کاپیسا ولایت د البیروني پوهنتون د استادانو پر موټر چاودلی چې له کبله یې څلور کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

محب: له پاکستان سره مو اړیکې اوس هم ښې نه دي

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي، له پاکستان سره د افغان حکومت اړیکې اوس هم ښې نه دي او له نوموړي سره د پاکستاني چارواکو د اړیکو نه پالل به د دواړو هېوادونو پر اړیکو هېڅ راز اغېز ونه لري. نوموړی وايي، د پاکستاني چارواکو له لوري شوې څرګندونې له ډېپلوماټيکو اصولو سره په ټکر کې دي او که چېرې په دې اړه د پاکستان له لوري افغان حکومت ته رسمي څه وویل شول، اړونده افغان ډېپلوماتیکې ادارې به یې ځواب ورکړي.

خلکو ته د روغتیا وزارت خبرداری؛ که کورونا جدي ونه ګڼئ، ټول به پرې اخته شئ

د عامې روغتیا وزارت چارواکي په هېواد کې ورځ تر بلې د کورونا مثبتو پېښو ډېروالي ته په کتو خبرداری ورکوي، که خلک کورونا جدي ونه ګڼي او د دغه وزارت روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونه نیسي، وضعیت به نور هم ترینګلی شي. بله‌خوا نن په شپاړسو ولایتونو کې دولتي او خصوصي پوهنتونونه، ښوونځي او نور ښوونیز مرکزونه د دوو اوونیو لپاره رخصت شول.

کندهار کې پر ناروغیو د ماشومانو اخته کېدو کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

په کندهار کې د میرویس حوزوي روغتون د ماشومانو څانګې مسوول محمد صدیق سلام‌وطندار ته ویلي چې سږ کال د تېر هغه په پرتله پر بېلابېلو ناروغیو د ماشومانو د اخته کېدو کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې ده.
نوموړی د تودوخې لوړه کچه، وچکالي، جګړې او د کورنیو نه پاملرنه پر نس‌ناستې، خواګرځۍ او ځینو نورو ناروغیو د ماشومانو د اخته کېدو لاملونه بولي.