وروسته له هغې چې د اسلامي امارت له لوري په یوه مکتوب کې شپږ دولتي ادارې منحل اعلان شوې، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي او د یو‌شمېر هېوادونو سفیرانو او ځانګړیو استازیو د دغې پرېکړې پر وړاندې تند غبرګونونونه ښودلي دي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسون دې پرېکړې ته په غبرګون کې ویلي، په داسې حال کې چې افغانستان کې د بشر حقونو او ملي مصالحې خبرې روانې دي، د مهمو دولتي ادارو منحلول، له اندېښنو ډک پیغامونه لېږدوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

اسلامي امارت په یوه تازه‌ اقدام کې د یوه مکتوب په صادرولو سر، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون، د ملي مصالحې عالي شورا، د ملي امنیت شورا، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د دارالانشا ریاستونه منحل کړي دي.

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې افغانستان کې له لسیزو کالونو جګړو وروسته، د نورو ادارو په پرتله دغو دولتي بنسټونو ته اړتیا ډېره لیدل کېږي.

په ورته مهال د اروپايي ټولنې سفیر وان برانټ د اسلامي امارت دې اقدام ته په غبرګون کې ویلي، قانوني حکومتونه حق لري چې په بنسټونو کې بدلون راولي او دغه چاره د ټاکنو او یا په پارلمان کې د رایې اچونې له لارې شونې ده.

نوموړي زیاته کړې، موسسې هغه وخت اصلاح کېږي چې یوه نوې موسسه رامنځته کړل شي او قانوني تشه نه وي، خو برانټ ټينګار کوي چې د اسلامي امارت په سرپرست حکومت کې دغه څه نه لیدل کېږي.

د اروپايي ټولنې سفیر ټينګار کړی چې د بشرحقونو ملي بنسټونه له نړۍ سره یو ارتباطي پُل دی، خو دغه پُلونه په افغانستان کې د ویجاړۍ په حال کې دي.

نوموړي په ډاګه کړې چې افغانستان ملي یووالي او مصالحې ته اړتیا لري او اوسنی اقدام تېروتنه ده.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د المان ځانګړي استازي ویلي، د مهمو دولتي ادارو منحلول، په افغانستان کې پر بشرحقونو، د قانون پر حاکمیت او ملي مصالحې یو بل ګوزار دی.

نوموړي زیاته کړې چې دغه کړنه به د یوه باثباته افغانستان او ښې راتلونکې ته د رسېدو لپاره د افغانانو هیلې له ستونزو سره مخ کړي. دا په داسې حال کې ده چې د شپږو دولتي بنسټونو منحلېدو، د یادو ادارو نږدې ۶۰۰۰ کارکوونکي بې‌برخلیکه کړي دي.

یو‌شمېر کارکوونکي سلام‌وطندار ته وايي، په داسې حال کې چې دغه بنسټونه تازه منحل شوي، خو دوی له تېرو څو میاشتو راهیسې خپل معاشونه نه دي ترلاسه کړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام‌الله سمنګاني وایي چې د بشري حقونو کمېسیون، د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون، د ملي مصالحې عالي شورا، د ملي امنیت شورا او د ولسي جرګې او مشرانو جرګې دارالانشاو ریاستونه د نه فعالیت له امله منحل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا لومړی ځل نه دی چې د اسلامي امارت له لوري دولتي ادارې منحلېږي، بلکې له دې وړاندې هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون، د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون او د ښځو چارو وزارت په ګډون یو‌شمېر دولتي بنسټونه د حکومت له تشکیل څخه حذف کړل شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام