Asset 1SWN

سلام وطندار

ټرمپ: تهران باید خبرې وکړي، ګنې پایلې به یې ویجاړونکې وي

trump_mad

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې ایران به هرومرو خبرو اترو ته کښېني او که دا کار ونه‌کړي، له داسې ستونزو سره به مخ شي چې «مخکې یې نه دي لیدلي.»

ټرمپ دا څرګندونې د محافظه‌کار راډیويي پروګرام The John Fredericks Show سره په ټیلیفوني مرکه کې کړې دي. هغه وویل چې دی باوري دی چې تهران به د مذاکراتو لاره غوره کړي، خو که یې انکار وکړ، نو پایلې به یې سختې وي.

ټرمپ زیاته کړه: «هیله ده چې دوی عادلانه هوکړه وکړي او خپل هېواد بیاورغوي، خو کله چې دا کار کوي، باید هېڅکله اټومي وسله ونه‌لري.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د هغه په وینا، ایران ته باید د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هېڅ چانس ورنه‌کړل شي، ځکه دا کار د نړۍ د ویجاړۍ لامل کېدای شي.

نوموړي همداراز ټینګار وکړ چې د ایران په اړه وروستیو اقداماتو کې امریکا  «هیڅ انتخاب نه درلود او ویې ویل: «دا داسې نه وه چې موږ انتخاب درلود؛ موږ اړ وو چې دا کار وکړو.»

د ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د ایران د اټومي پروګرام او د سیمې د امنیت په اړه نړیوالې اندېښنې لاهم روانې دي او د ډیپلوماټیکو هڅو راتلونکی نامعلوم ښکاري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام