پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو څه باندې سل ورځې وروسته ملت ته د اسلامي امارت د رییس‌الوزرا محمدحسن اخوند وینا د شنونکو له غبرګون سره مخ شوې ده. د سیاسي چارو شنونکی حمیدالله هوتک که څه هم مني چې هېواد کې وچکالي او په تېر نظام کې هم ستونزې وې، خو وايي چې د اسلامي امارت چارواکي په دې پلمه له خپل مسوولیت څخه اوږه نه شي خالي کولای او د ملت پر وړاندې مسوول دي.

په همدې حال کې د نړیوالو چارو شنونکی خپلواک ځاځی د اسلامي امارت د چارواکو دا ډول څرګندونې چې ملت سره یې د نفقې ژمنه نه ده کړې، پر ځای نه ‌بولي.

هغه وايي، څرنګه چې اسلامي امارت ملي شتمنۍ کاروي؛ نو د یوه واکمن نظام په توګه باید نه یوازې د خلکو ستونزې حل کړي، بلکې په چوپړ کې یې هم واوسي. هغه وايي، که طالبان د کار ظرفیت نه لري، نور وړ کادرونه دې پر دندو وګوماري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ځاځی زیاتوي، طالبان په نړیواله کچه داسې څرګندونې کوي چې نه‌ شي کولای د نړیوالو قناعت ترلاسه کړي او په وینا یې، اسلامي امارت باید پر خپل بهرني سیاست تمرکز وکړي او له هېوادونو سره هم د اړیکو په برخه کې توازن وساتي.

د اسلامي امارت رییس‌الوزرا محمدحسن اخوند بېګاه ملت ته لومړنۍ غږیزه وینا وکړه. هغه د کورني سیاست په اړه ویلي، طالبانو خپلې درې ژمنې چې «د اشغال پای ته رسول، د اسلامي نظام جوړول او د امنیت ټینګښت په‌کې شامل وو، ترسره کړي او ولس یې باید په اړه شکر وباسي.»

هغه د وزګارتیا او اقتصادي وضعیت د خرابېدو پړه هم پر پخواني نظام او وچکالۍ ور اچولې او ویلي یې دي چې په تېر نظام کې د دولت ډېری عواید په ارګ کې بانک ته تلل او د پخواني ولسمشر په لاسلیک به را ایستل کېدل.

نوموړي زیاته کړې چې اوس فساد نشته او که کنګل شوې پیسې خلاصې شي، تر ډېره به اقتصادي ستونزې حل شي. محمدحسن  خوند ویلي: «ټولو هېوادونو ته ډاډ ورکوم چې ښې اړیکې ورسره غواړو او په کورنیو چارو کې یې لاسوهنه نه کوو. پر نړیوالو مرستندویه موسسو هم غږ کوم چې خپلې مرستې ونه سپموي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت رییس‌الوزرا د نجونو د زده‌کړو او د مېرمنو د حقونو په اړه هم ویلي چې په دې برخه کې پرمختګ شوی او زده‌کړې د شریعت له اصولو سره سم پر ټولو فرض دي. هغه همدارنګه زیاته کړې چې په سیاسي او اقتصادي برخو کې یې بېلابېل کمېسیونونه جوړ کړي او هېواد کې د شته ستونزو د حل لپاره یې هڅې روانې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام