شنونکي: اسلامي امارت په نړیوالو غونډو کې له ځانګړي پلان پرته ګډون کوي

د سیاسي چارو یو‌شمېر شنونکي وايي چې د اسلامي امارت مسوولان پرته له دې چې یو ځانګړی او روښانه پلان ولري، په نړیوالو غونډو کې ګډون کوي. دوی زیاتوي چې د اسلامي امارت مسوولان د نورو هېوادونو او نړیوالې ټولنې له استازیو سره په ناستو کې پرته له ځانګړي پلان او طرحې څخه ګډون کوي.

د رییس‌الوزرا د وینا پر وړاندې غبرګونونه؛ اسلامي امارت خلکو ته مسوول دی

پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو څه باندې سل ورځې وروسته ملت ته د اسلامي امارت د رییس‌الوزرا محمدحسن اخوند وینا د شنونکو له غبرګون سره مخ شوې ده.
د سیاسي چارو شنونکی حمیدالله هوتک وايي، که څه هم په تېر نظام کې ستونزې وې، خو د اسلامي امارت چارواکي په دې پلمه له خپل مسوولیت څخه اوږه نه شي خالي کولای.

اسلامي امارت: ډېر ژر به د پولو په اوږدو کې ځواکونه ځای پر ځای کړو

د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت وايي چې ډېر ژر به د افغانستان په پولو کې ځانګړي پوله ساتي ځواکونه ځای پر ځای کړي. د باختر دولتي اژانس د رپوټ پر بنسټ، دغه څرګندونې د کورنیو چارو وزارت د پوله ساتو ځواکونو عمومي رییس شیرمحمد شریف د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالي ته پرون د خپل سفر پر مهال کړې دي.