Asset 1SWN

د خبریال ملي ورځ؛ نی په یونیم کال کې د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي ۲۸۶ پېښې ثبت کړي

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنه یا نی وايي، هېواد کې یې د ا.ا د واکمنېدو راهیسې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۸۶ پېښې ثبت کړي چې ۳۰ هغه یې په وروستۍ نږدې یوه میاشت کې ثبت شوې دي.

د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډېرې پېښې د هغوی د وهلو‌ ډبولو، سپکاوي او په خپل سره د نیولو او بندي کولو دي. د نی مسوول ظریف کریمي وايي، د هرې ورځې په تېرېدو سره د افغان خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې په زیاتېدو دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړی زیاتوي: «د ا.ا له واکمنېدو راهیسې په نی کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۸۶ پېښې ثبت شوي چې ښيي په خپل سر نیولې زیات شوي دي. موږ له ا.ا څخه غواړو چې د خبریالانو لپاره د اطلاع‌رسونې په موخه اسانتیاوې برابرې کړي او خبریالان باید ونه نیول شي او نه هم ورته سپکاوی وشي.»

په همدې حال کې یوشمېر خبریالان هم وايي چې په تېر شاوخوا یونیم کال کې د اعتراضي لاریونونو او خبري غونډو د پوښښ له کبله نیول شوي او پوښتنې ګروېګنې ترې شوې دي. د نور ټلوېزیون خبریال سیدبلال سیاد او د شمشاد ټلوېزیون خبریال سمېع‌الله الکوزی وايي:

«تېر یوه کال کې د لاریونونو او خبري غونډو د پوښښ له کبله دوه ځله نیول شوی یم، پوښتنې ګروېګنې رانه شوي او وهل شوی یم. اوس خبریالي خبریالان ډېر زیانمنوي.»

«ویندویان له خبریالانو سره ډېره همکاري نه کوي او خبریالانو ته ډېر کم اطلاعات ورکوي. همدارنګه، پر خبریالانو ډېر محدودیت لګول کېږي چې پر رسنیز کار منفي اغېز کوي.»

خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال حیات‌الله مهاجر فراهي وايي، هېڅ امنیتي اداره په رسنیزو فعالیتونو کې د لاسوهنې اجازه نه لري.

هغه سلام‌وطندار ته ویلي: «موږ منو چې د همغږۍ له کبله د پروګرامونو د پوښښ پر مهال د خبریالانو پر وړاندې ستونزې شته، خو که خبریالان له کومې ستونزې سره مخامخ کېږي، باید د رسنیزو سرغړونو کمېسیون ته مراجعه وکړي، څو دغه وزارت یې دوسیه وڅېړي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا داسې مهال ده چې له څو میاشتو راهیسې ازاد خبریال خیرالله پرهر او افغان‌الاصله فرانسوی خبریال مرتضی بهبودي د ناڅرګندو دلایلو له کبله د اسلامي امارت له لوري نیول شوي دي.

دغه راز، همدا شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې په بلخ کې د خبریالانو په یوه غونډه کې چاودنه وشوه چې له کبله یې دوه خبریالان ووژل شول او ۱۶ نور ټپیان شول.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام