د تورخم دروازې تړل کېدو سوداګرو ته بې‌ساري مالي زیانونه اړولي

ګڼ‌شمېر سوداګر او هېوادوال وايي چې د پاکستان له لوري د تورخم دروازې په تړل کېدو سره له ګڼو مالي او نورو ستونزو سره مخامخ شوي او په خبره یې، یاده دروازه د څلورمې ورځې لپاره هم تړلې پاتې شوه.
د دوی په وینا، نه یوازې ناروغان دغه هېواد ته له ورتګ پاتې دي، بلکې د ګڼو سوداګرو سوداګریز مالونه هم بند پاتې دي او سخت مالي زیانونه ورته رسېدلې دي.

مجاهد: هېڅ ډله له امریکا څخه پاتې وسلو ته لاسرسی نه لري

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ پرون په اسلام‌اباد کې د یوې خبري غونډې پر مهال ادعا وکړه چې په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو څخه پاتې وسلې د ترهګرو ډلو لاس ته ورغلي او دغه کار د پاکستان په ګډون، د سیمې لپاره ګواښ دی. زهرا بلوچ ویلي چې اسلام‌اباد په دې اړه د ا.ا له چارواکو سره خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.

بامیانو کې د ۲۷ میلیونه ډالرو په ارزښت تاریخي اثار نیول شوي

د ملي دفاع وزارت مسوولان وايي چې بامیانو کې یې د ۲۷ میلیونه ډالرو په ارزښت ګڼ‌شمېر تاریخي او عتیقه اثار کشف او ضبط کړي دي.

دغه وزارت نن شنبه د وږي ۱۸مه پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د یادو تاریخي اثارو د قاچاق په تور یې درې قاچاق‌وړونکي هم نیولي دي.