په کابل او یوشمېر ولایتونو کې د اعتراضونو او مدني حرکتونو پر دوام، نن په بامیانو کې یوشمېر ښځو د یوه اعتراضیه لاریون پر مهال ښځو ته په حکومت کې د ونډې ورکولو او په هېواد کې د بېوزلۍ د پراخېدو د مخنیوي او پوهنتونونو او ښوونځيو د پرانیستلو غوښتنه وکړه .
اعتراض کوونکو له ځان سره «د پوهنتون دروازه خلاصه کړئ»، «اسلام کې د مېرمنو حق خوندي دی»، «نړیوالې ټولنې د افغانستان خلک مه هېروئ» او د «خوراکي او سوند توکو بیې راټيټې کړئ» یې له ځان سره لېږدول.
یوه اعتراض کوونکې ملکه امینې وایي: «د افغانستان مېرمنې له خپلو حقونو محرومې شوي. دلته راغلې یو، څو له خپلو حقونو دفاع وکړو. مونږ له پوهنتون او ښوونځي څخه محروم شوې یو او همداراز له ښځو څخه سیاسي او د ټولنیزو فعالیتونو حق اخیستی دی.»
نوموړې وايي، تر هغو به خپل اعتراض ته دوام ورکوي چې هېواد کې د ښځو اساسي حقونه نه وي، تامین شوي.
په ورته مهال یوه بله اعتراض کوونکې بختاور وایي، د اسلامي امارت په راتلو سره په هېواد کې بېوزلۍ او وزګارتیا ډېره شوې او د بامیان په بازارونو کې د لومړنیو توکو بیې لوړې شوې دي.
بختاور له ملي او نړیوالو مرستندویه بنسټونو غواړي چې د ژمي له رارسېدو او د واورې له امله بامیان ته د غځېدلو لارو له تړل کېدو وړاندې دې، په دغه ولایت او د هېواد په نورو ولایتونو کې د زرګونو بېوزله کسانو لاسنیوی وکړي.
په همدې حال کې یوه بله اعتراض کوونکې فاطمه وايي، د اسلامي امارت په راتګ سره د ښځو ټول حقونه له پام څخه لوېدلي او دوی څنډې ته شوې دي. د هغې په وینا، بېوزلي، لوږه، کورنۍ تاوتریخوالی او د نجونو پلور ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دی، خو اسلامي امارت د لوږې کمښت او تاوتریخوالي ټیټېدو په اړه هېڅ راز اقدام نه کوي.
بلخوا بامیان کې د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس سیفالرحمن محمدي سلاموطندار ته په دغه ولایت کې د ښځو اعتراض مني او وايي چې یوشمېر ښځو په دغه ولایت کې لاریون کړی.
محمدي زیاتوي چې بېوزلي او لوږه د هېواد په کچه یوه ستره مسله ده او اسلامي امارت یې د حلولو لپاره له نړیوالو مرستندویه بنسټونو څخه یوځای کار کوي. نوموړی همداراز زیاتوي چې اسلامي امارت په ټولنه کې د ښځو پر حضور په یوې کړنلارې هم کار کوي چې له مخې به یې ښځې په ټولنه کې خپل فعالیت وکړي.
د سلاموطندار پښتو ټویټرپاڼه وڅارئ
په ورته مهال بامیان کې دغو اعتراض کوونکو مېرمنو د یوه درې مادییز پرېکړهلیک په لوستلو سره د ښوونځیو او پوهنتونونو له پرانیستلو سربېره، په بامیان کې له ژمني وړاندې د لوږې او بېوزلۍ د له منځله وړلوغوښتنه وکړه.
بامیان د هېواد په مرکز کې هغه ولایت دی چې ښځو یې په تېرو دوو لسیزو کې په بېلابېلو، ټولنیزو، سیاسي، اقتصاد، فرهنګي او سپورټ په برخه کې د پام وړ پرمختګونه درلودل. خو د اسلامي امارت په راتلو سره دوی اوس په کور ناستې دي او خپلې دندې یې له لاسه ورکړې دي.