Asset 1SWN

د دایکندي د اشترلي ولسوالي اوسېدونکي په خپل لګښت یو ښوونځی جوړوي

ساخت-مکتب-در-دایکندی-1-qekbiu1zkcu7ce4apdiv1ernw03cjy89r98hy9litk

د دایکندي د اشترلي ولسوالي د جنګان کلان سیمې اوسېدونکو د یوه ښوونځي د بنسټ ډبره چې دوه‌نیم میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي او لګښت یې هم خلک ورکوي، ايښې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دایکندي د پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د یاد ښوونځي «د جنګان د هلکانو لېسه» د جوړولو چارې پرون (د لړم شپږمه، د شنبې ورځ) د دغه ولایت د پوهنې رییس او د یادې سیمې د لسګونو اوسېدونکو په ګډون پیل شوې دي.

د دایکندي د پوهنې رییس عنایت‌الله سهار په دې اړه خوښي ښودلې او ویلي یې دي چې په جوړېدو سره به یې ۶۳۵ زده‌کوونکو ته اسانتیاوې برابرې شي.  د نوموړي په وینا، د دغه ښوونځي ودانۍ کې به اته درسي ټولګي او اداري څانګې په پاخه او بنسټیز ډول جوړ شي.

هغه ټینګار کوي چې د یاد ښوونځي د ودانۍ جوړولو لګښت د زده‌کوونکو د کورنیو، خیرغوښتونکو او عامو خلکو له لوري ورکول کېږي. د دایکندي د پوهنې رییس د اشترلي ولسوالي اوسېدونکو ته ډاډ ورکوي چې همکاري به ورسره وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې ده چې عامو وګړو تر دې مخکې د دایکندي په ګډون، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په خپلو لګښتونو ګڼ‌شمېر ښوونځي جوړ کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام