د فاریاب روغتیايي چارواکي او له نشه‌يي توکو سره د مبارزې مدیریت مسوولان وايي چې د یاد ولایت مرکز میمنې ښار کې یې پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو کمپاین پیل کړی دی.

 د فاریاب ولایت د روغتیا رییس خان‌محمد همت وايي چې دوی دغه پرېکړه وروسته له هغه ونیوله چې د دغه ولایت اوسېدونکو پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو په اړه شکایتونه وکړل.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال همت وايي چې د فاریاب ولایت د روږدو کسانو د درملنې ۵۰بستریز روغتون فعال دی او دوی د روږدو کسانو د درملنې لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې کړې دي. د فاریاب د روغتیا رییس له دیني عالمانو غواړي چې د نشه‌يي توکو د زیانونو په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

د فاریاب د امنیه قومندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر ملا یونس وايي چې د روږدو کسانو د درملنې ترڅنګ د نشه‌يي توکو د پلورونکو د نیولو لپاره هم هڅې کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بل‌خوا هغه روږدي کسان چې پرون د میمنې ښار د سیند له څنډې راټول شوې دي، د یاد ولایت د روغتیا ریاست له دې کار څخه خوښي څرګندوي او وايي، دوی خوښ دي چې درملنه یې وشي او ټولنې ته د سالم انسان په توګه بېرته وروګرځي.

د فاریاب د روغتیا ریاست چارواکو له دې وړاندې په دغه ولایت کې پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو شمېر نږدې ۲۰۰۰۰ کسان ښودلي وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام