لوګر کې د ناقانونه فعالیتونو له امله ۲۰درملتونونه تړل شوي

د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولان وایي، په مرکز پل‌علم او یوشمېر ولسوالیو کې له درملتونونو او معاینه‌خانو څخه یې څارنه پیل کړې او ګڼ‌شمېر درملتونونه او معاینه‌خانې یې د ناقانونه او نامعیاري فعالیتونو له امله تړلي دي. روغتیایي مسوولان ټینګار کوي چې د تاریخ تېرو درملو د راټولولو او د ناقانونه روغتیايي مرکزونو د تړلو بهیر به روان وي.

فاریاب کې پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو کمپاین پیل شوی

د فاریاب روغتیايي چارواکي او له نشه‌يي توکو سره د مبارزې مدیریت مسوولان وايي چې د یاد ولایت مرکز میمنې ښار کې یې پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د راټولو کمپاین پیل کړی دی. د فاریاب د روغتیا رییس له دیني عالمانو غواړي چې د نشه‌يي توکو د زیانونو په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

د کورونا د پراخېدو له وېرې پنجشېر ته د خلکو پر تګ‌ بندیز لګېدلی

د پنجشېر ولایت محلي چارواکي وایي، په هېواد کې د کورونا د درېیمې څپې له پراخېدو سره هم‌مهاله دغه ولایت ته د خلکو پر تګ یې بندیز لګولی دی. د پنجشېر د والي ویاند محمد‌ منصور عنابي سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه تصمیم یې د پنجشېر ولایت د نظامي شورا د پرېکړې پر اساس نیولی، څو په دغه ولایت کې د کورونا د پراخېدو مخ ونیول شي.