پولیس تر دې وروسته بېاسناده موټر ضبطوي
د کورنیو چارو وزارت وايي چې د بېاسناده موټرو د ثبتولو موده پای ته رسېدلې او تر دې وروسته به د ګرځېدو پر مهال نه یوازې درول کېږي، بلکې ضبط به هم شي.
دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې تر دې وروسته به د بېاسناده موټرو پر تګراتګ جدي څارنه کوي او له لیدو سره سم به یې ضبط کړي.