په ولسي جرګه کې د فراه استازي همایون شهیدزاده سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت والي مسعود بختور او ښاروال بېګاه له شاوخوا ۱۰۰ سرتېرو او ولسي پاڅونوالو سره طالبانو ته تسلیم شوي او ورسره هم‌مهاله د ملي اردو دویمه لوا چې له دوو ورځو راهیسې کلابنده وه، د طالبانو لاس ته ورغلې ده.

شهیدزاده وايي، په ولسي جرګه کې د فراه استازی عبدالستار حسیني، د دویمې لوا قوماندان عبدالصمد شمس، د ولایتي شورا رییس دادالله قانع، د امنیې قومانداني د امنیت آمر او د لوا د ارکان رییس له شاوخوا یونیم زر امنیتي ځواکونو، ۲۰۰ هاموې ټانګونو او نورو تجهیزاتو سره له فراه ښار څخه بهر یوې بلې سیمې ته شاتګ کړی دی.

د سلام‌‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، هوايي ځواک د چارواکو او امنیتي ځواکونو د دغه کاروان ملاتړ کوي او په خبره یې، که هوايي ځواکونه یې ملاتړ هم ونه کړي، دومره وسلې او تجهیزات لري چې د ځان دفاع وکړي.



شهیدزاده وايي، یادو امنیتي چارواکو او د ولسي جرګې او ولایتي شورا غړیو د حکومت د مرکزي ادارې د چارواکو په لارښوونه خپل ځای بدل کړی دی.

که څه هم ویل کېږي چې دغه کاروان ایران ته اوښتی، خو په ولسي جرګه کې د فراه استازی همایون شهیدزاده دغه ادعا بې‌بنسټه بولي او وايي، ډېر ژر به د فراه له لاسه وتلو سیمو د بېرته نیولو لپاره عملیات پیل کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د فراه د والي نظر هم واخلو، خو بریالي نه شوو. طالبانو هم منلې چې د هرات ښار یې نیولی او د دغه ولایت والي او ځینو نور امنیتي چارواکي ورسره یوځای شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو میاشتې مخکې د فراه ټولې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغلې.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام