یوشمېر ځوانانو او مدني فعالانو نن په کابل کې د افغان ځواکونو په ملاتړ جوړ شوي نندارتون کې وویل چې جګړه د حل لاره نه ده او طالبان باید له افغان دولت سره د سولې خبرو ته مخه کړي. د دغه نندارتون جوړوونکو له طالبانو وغوښتل چې له جنګي جنایتونو لاس واخلي.

د نندارتون یوه ګډونواله مریم مانع وايي، طالبانو په دې وروستیو کې خلکو ته سخت زیانونه اړولي چې موږ دغه جنګي جنایتونه غندو او له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو څخه غواړو چې د افغانانو وضعیت ته پام وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د باخبره ځوانانو د سازمان مرستیال جاوېد کارګر چې دغه نندراتون یې هم جوړ کړی وايي، د طالبانو د جنګي جنایتونو ۲۲۰ تصویرونه یې نندارې ته ايښي، څو نړیوالې ټولنې ته وښيي چې په افغانستان کې څه تېرېږي.



په همدې حال کې یوشمېر کابل ښاریان چې دغه نندارتون ته راغلي وايي، خلک به د طالبانو د جنایتونو پر وړاندې غلي نه شي او له افغان ځواکونو سره اوږه په اوږه به یې پر وړاندې ودرېږي.

د نندارتون یو ګډونوال متین سادات د ورته نندارتونونو جوړېدل افغان ځواکونو ته د انګېزې ورکولو لپاره مهم بولي او وايي، دولت باید ژرترژره په هغو سیمو کې د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته ور ودانګي چې له ستونزو سره مخ دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ځوانان او مدني فعالان په هېواد کې د روانې جګړې له کبله د بې‌ځایه شویو کورنیو د ناوړه وضعیت په اړه هم اندېښنه ښيي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان اوسني بد وضعیت ته پام واړوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام