Asset 1SWN

طالبان: رسنۍ دې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خپلې خپرونې له سره پیل کړي

د پروان ولایت لپاره د طالبانو د والي مرستیال مولوي دوست‌محمد حقاني پرون په دغه ولایت کې د رسنیو او له خبریالانو د ملاتړو بنسټونو له مسوولانو سره د لیدنې پر مهال وویل، د اسلامي امارت د ژبو فرهنګي څانګه طالبانو ته ځانګړی ارزښت لري او رسنۍ دې له اسلامي شریعت سره سمې خپلې خپرونې له سره پیل وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

حقاني د رسنیو له مسوولان او خبریالانو غوښتنه وکړه چې خپل بې‌پریتوب دې وساتي او په اوسني وضعیت کې له پارونکو سیاسي بحثونو دې ډډه وکړي او خپلې خپرونې دې د اسلامي شریعت په رڼا کې بیا له سره پیل کړي.

په همدې حال کې د پروان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي شمس‌الحق مبشر وایي، د رسنیو نشراتي چارچوب به ډېر ژر چمتو او د رسنیو په واک کې به ورکړل شي.

بل‌خوا په دې ناسته کې د پروان د ازادو رسنیو د ټولنې مرستیال پرویز امین‌زاده وایي چې رسنۍ په مخکني حکومت کې ازادې او بې‌ پرې وې او هیله یې څرګنده کړه چې په اوسني حکومت کې دې هم دغه ازادي او بې‌ پرې‌توب خوندي وساتل شي.



هغه وویل، رسنۍ د کره اطلاعاتو د خپراوي لپاره باوري سرچینو ته اړتیا لري او اوسنی حکومت باید خبریالانو ته د یادو سرچینو د لاسرسي زمینه برابره کړي.

دغه ناسته چې د پروان ولایت په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې جوړه شوې وه، پکې د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ اوسنیو او مخکینو رییسانو سربېره، یو‌شمېر دولتي او خصوصي رسنیو، د پروان ولایت د خبریالانو ټولنه او نورو خبریالانو ګډون کړی وو او په راتلونکي کې یې له یو بل سره د لا همغږۍ پر رامنځ ته کولو ټينګار وکړ.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې اوس مهال په پروان ولایت کې څه باندې ۱۰ راډيوګانې، له یو دولتي ټلویزیون سربېره د یو‌شمېر کورنیو رسنیو استازولۍ او خبري اژانسونه فعالیت کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام