خبریالان: یو‌شمېر کسان د خبریالۍ جعلي سندونو پرمټ غواړي د دوی پرځای له افغانستانه ووځي

په هېواد کې د رامنځ ته شوي خراب وضعیت له امله یو‌شمېر بهرنیو هېوادونو اعلان کړی چې په افغانستان کې د خبریالانو سربېره له ګواښ سره مخ کسانو ته ځانګړې ویزې ورکوي چې له دې فرصته په ګټې اخیستنې سره یو‌شمېر کسانو د خبریالۍ جعلي اسنادو د جوړولو هڅې پیل کړي او غواړي د خبریالانو پرځای دوی له افغانستانه ووځي.

هېواد کې د واک د تشې په اړه اندېښنې

سره له دې چې د طالبانو له خوا د افغان حکومت له نیولو یوه اوونۍ تېرېږي، خو لا هم د واک تشه پر ځای ده او ډېری دولتي ادارې او بانکونه تړلي دي. د چارو ځینې شنونکي د واک تشه او ناڅرګند برخلیک د هېواد پر زیان بولي.

د سیاسي چارو کارپوه او د ولسي جرګې پخوانی غړی شهزاده شاهد اندېښنه ښيي چې ځینې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ به د واک له تشې څخه ګټه پورته او هېواد به یو ځل بیا په لوی لاس ناامنیو ته لاړ شي.

د بې‌پولې خبریالانو ټولنه: له افغانستانه مو د زیانمنو خبریالانو د اېستلو لسګونه غوښتنلیکونه ترلاسه کړي

د بې‌پولې خبریالانو ټولنې په یوه وینا کې ویلي چې دغې ټولنې ته له افغانستانه د زیانمنو خبریالانو لسګونه غوښتنلیکونه رسېدلي دي.
دې ټولنې د امریکا له ولسمشر جو بایډن څخه غوښتي چې د زیانمنو افغان خبریالانو د را اېستلو لپاره ځانګړې طرحه جوړه او هغوی ته د راوتلو اسانتیاوې برابرې کړي.

طالبان: رسنۍ دې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خپلې خپرونې له سره پیل کړي

د پروان ولایت لپاره د طالبانو د والي مرستیال مولوي دوست‌محمد حقاني پرون په دغه ولایت کې د رسنیو او له خبریالانو د ملاتړو بنسټونو له مسوولانو سره د لیدنې پر مهال وویل، د اسلامي امارت د ژبو فرهنګي څانګه طالبانو ته ځانګړی ارزښت لري او رسنۍ دې له اسلامي شریعت سره سمې خپلې خپرونې له سره پیل کړي.