Asset 1SWN

خبریالان: یو‌شمېر کسان د خبریالۍ جعلي سندونو پرمټ غواړي د دوی پرځای له افغانستانه ووځي

په هېواد کې د رامنځ ته شوي خراب وضعیت له امله یو‌شمېر بهرنیو هېوادونو اعلان کړی چې په افغانستان کې د خبریالانو سربېره له ګواښ سره مخ کسانو ته ځانګړې ویزې ورکوي چې له دې فرصته په ګټې اخیستنې سره یو‌شمېر کسانو د خبریالۍ جعلي سندونو د جوړولو هڅې پیل کړي او غواړي د خبریالانو پرځای دوی له افغانستانه ووځي.

یو‌شمېر خبریالان ادعا کوي، ځينو کسانو هڅې پیل کړي چې د خبریالۍ جعلي اسناد جوړ او له دې لارې د خبریالانو په نوم له افغانستان څخه بهرنیو هېوادو ته لاړ شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

احمد نوید کاووش چې کابل کې خبریال دی، سلام‌وطندار ته وایي، هغه کسان چې خبریالان نه دي او نه یې هم په دې برخه کې کار کړی، له ده څخه یې غوښتي چې د خبریالۍ کارت ورته جوړ کړي.

هغه وویل: «په دې ورځو کې هغه کسان چې خبریالان نه دي، د خبریالۍ کارت پر جوړولو لګیا دي. څو کسانو له ما څخه غوښتنه وکړه چې د خبریالۍ کارت ورته جوړ کړم. دا د خبریالانو په حق کې سترظلم دی، ځکه دوی کلونه زیار اېستلی د بم او باروت تر سیوري لاندې یې راپورونه جوړ کړي.»

په همدې حال کې یو بل خبریال احمد حسیني وایي، د یو‌شمېر کسانو له لوري د خبریالۍ جعلي اسناد او د پېژندنې کارت جوړول ورته د منلو نه دی.

هغه زیاته کړه، هغه هېوادونه چې له افغانستان څخه خبریالان بهر ته لېږدوي، د هغوی اسناد باید په سمه توګه وڅېړي. نوموړي وویل: «یو‌شمېر کسان د وتلو په حال کې دي چې د خبریالۍ جعلي اسناد او کارتونه یې ورته جوړ کړي. دوی له دې نوم څخه ناوړه ګټه اخلي او په دغو سندونو سره بهرني هېوادونه تېرباسي او ځانونه بهرنیو هېوادو ته رسوي.»



د یوه ټلویزیون خبریاله لیدا نورزۍ وایي، هغه او د کورنۍ غړي یې خوندي امنیت نه لري او هر څه ژر باید له هېواده بهر وویستل شي.

نوموړې هم وایي چې د یو‌شمېر کسانو له لوري د خبریالۍ جعلي اسناد جوړول ورته د اندېښنې وړ دي.

هغې زیاته کړه: «هغه کسان چې په ګواښ کې دي، هغوی ته باید وخت ورکړل شي، څو خپل ځانونه خوندي کړي، نه دا چې هغه کسان له هېواده بهر لاړ شي چې نه خبریال وي او نه یې هم دې برخه کې کار کړی وي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ومو غوښتل په دې برخه کې د اړوند بنسټونو د مسوولانو نظر هم له ځان سره ولرو، خو له هڅو سره-سره بریالي نه شو.

په همدې حال کې د بې‌‌پولې خبریالانو ‎ټولنې نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، له ګواښ سره مخ د سلګونه خبریالانو د اېستلو غوښتنلیکونه یې ترلاسه کړي دي.

دغې ټولنې له امریکا غوښتنه کړې چې له ګواښ سره مخ خبریالانو د اېستلو لپاره دې ځانګړې طرحه جوړه کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام