افغانستان کې د القاعدې شبکې د فعالیت پراخېدو په تړاو د اندېښنو په دوام، سیاسي کارپوهان وايي، القاعده شبکه په افغانستان کې د خپل حضور پیاوړي کولو هڅه کوي چې دا چاره د افغانستان او نړۍ د ثبات پر وړاندې ستر ګواښ دی.
د سیاسي چارو یوشمېر شنونکي په دې باور دي چې القاعده شبکه افغانستان کې د بیا احیا هڅه کوي او غواړي د هېواد ترینګلي وضعیت څخه په استفادې د خپلو غړو شمېر زیات کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
سیاسي کارپوه ویس ناصري سلاموطندار ته وویل، افغانستان کې د القاعدې شبکې فعالیت تر پخوا ډېر محسوسېږي او د دغې ډلې د فعالیت پراختیا د افغانستان او د سیمې امنیت لپاره خطرناکه شمېرل کېږي.
په ورته مهال بل سیاسي کارپوه مهدي افضلي وايي، د سیاسي جوړښت لمنځه تلل لامل شوی چې افغانستان کې القاعده شبکه پیاوړې شي. د هغه په وینا، افغانستان څخه د ناټو ځواکونو وتل، د اوسني سیاسي وضعیت کمزورتیا او اقتصادي ستونزې د القاعدې شبکې د فعالیت زیاتېدو له لاملونو څخه شمېرل کېږي.
نوموړي سلاموطندار ته وویل: «لامل یې ناسم وضعیت کې افغاستان څخه د امریکا وتل دي، امریکا د یوې هوکړې په چوکاټ کې چې طالبانو سره یې کړې وه د خپلو ملي ګټو پراساس ووتل. فکر یې کاوه چې طالبان کولی شي د موجوده دولت پر ځای یو بدیل ووسي.»
په همدې حال کې د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ یا سنتکام قومندان جنرال فرانک کنټ مککنزي وړمه ورځ له یوې رسنۍ سره د مرګې پرمهال افغانستان کې د القاعدې شبکې له ځواکمنېدو څخه اندېښنه څرګنده کړه.
مککنزي ویلي چې افغانستان څخه د امریکا د اطلاعاتي او نظامي ځواکونو په وتو سره په القاعدې شبکې پورې د تړلو کسانو په نښه کول ستونزو سره مخ شوي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مککنزي په پای کې ټینګار کړی چې تمه ده د اسلامي امارت د القاعدې شبکې پر وړاندې ګټور اقدام وکړي. ومو غوښتل رپوټ کې د اسلامي امارت د ویاندویانو نظر هم ترلاسه کړو، خو هغوی د سلاموطندار اړیکو ته ځواب ور نه کړ.