جان بولټن: نړۍ باید افغانستان ته د ترهګرو د ورتلو په اړه اندېښنه ولري

د سپینې ماڼۍ پخوانی سلاکار جان بولټن له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، نړۍ باید پر افغانستان د اسلامي امارت تر بیا ولکې وروسته یاد هېواد ته د ترهګرو ډلو د ورتلو څخه اندېښنه ولري. په همدې حال کې د پوځي چارو شنونکي د امریکا د ملي امنیت د پخواني سلاکار جان بولټن څرګندونې د اسلامي امارت پر وړاندې تبلیغات بولي.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار په ناڅاپي سفر کابل ته راغلی

کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف نن غرمه کابل ته راغلی دی. منصور احمدخان پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، د پاکستان د ملي امنیت سلاکار د یوه پلاوي په مشري له اسلام‌اباد څخه کابل ته راغلی او د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره یې لیدلي دي.