Asset 1SWN

د تخار شاتو د درېوو هېوادونو د تولید شویو شاتو ترمنځ لومړی مقام ترلاسه کړ

0abdd4cd-31b4-45ea-a052-4089a7232ede

تخار کې تولید شوي شات «عسل» د یو‌شمېر هېوادونو له هغې ډلې د ترکیې، چین او عربي متحده اماراتو په لابراتوارونو کې له ازمایښتونو وروسته د کیفیت او خوند له پلوه لومړی مقام ترلاسه کړی دی.

تخار کې د مچیو ساتونکو ټولنې رییس بشیراحمد سنقر سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه ولایت او بدخشان کې تولید شوي شات طبیعي او له بېلابېلو ګلانو څخه دي چې د نړۍ په نورو هېوادونو کې کم پیدا کېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي وویل: «موږ د بدخشان غرونو ته ځو او هلته داسې ګلان شته چې نورو هېوادونو کې نه پیدا کېږي.» سنقر زیاتوي چې دغه ولایتونو کې «جمبیلک» او «هاره» ګلونه شته چې نورو هېوادونو کې نه پیدا کېږي.

په همدې حال کې د مچیو یو‌شمېر ساتونکي په هېواد کې د شاتو د پېر او پلور له بازار څخه شکایت کوي او وايي چې اوس د شاتو د پلور بازار ثبات نه‌لري، هغه څه چې دوی یې د خپلو تولید شویو شاتو د پلور برخه کې له ستونزو سره مخ کړي دي.

بل‌خوا تخار کې د مچیو ساتونکي وايي چې په ژمي کې د مچیو ساتلو لپاره مناسب ځای نه‌لري. تخار د مچیو ساتونکي عبدالجلیل سلام‌وطندار ته وویل: «مچۍ مو د باندې دي او ژمي کې یې د ساتنې توان نه‌لرو. له دولت غواړو که امکان یې وي، زموږ شات په ټيټه بیه هم وپلوري، موږ اړ یو او خپل لګښت نشو پوره کولای.»

په همدې حال کې د تخار د کرنې ریاست سرپرست محمدیعقوب وايي، دغه ولایت کې تولید شویو شاتو ته د صادراتو د زمینې برابرولو هڅې روانې دي.

د نوموړي په وینا، یوازې د تخار د دشت‌قلعه ولسوالي د مچیو ساتونکو ټولنه بریالۍ شوې چې خپل شات نړیوالو بازارونو ته ورسوي. د تخار د کرنې ریاست د شمېرو له مخې، په روان کال کې دغه ولایت کې ۷۰ ټُنه شات یا عسل تولید شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې له ۱۳۸۵ کال راهیسې تخار کې د شاتو مچیو ساتل دود شوي چې دا مهال د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د مچیو ساتنې ۹ ټولنې او شاوخوا ۵۰۰ د مچیو ساتونکي فعالیت لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام