کندهار کې د شاتو مچیو یوشمېر روزونکي وايي، هېواد کې له وروستي سیاسي بدلون او د چارواکو د نه‌پام له امله دغه ولایت کې د شاتو مچیو ۵۰ سلنه فارمونه له‌منځه تللي او پاتې نور یې هم د له‌منځه تلو په حال کې دي.

د شاتو مچیو د روزنکو په وینا، د شاتو مچیو د فارمونو په زیانمنېدو سره لسګونه کسان هم وزګاره شوي او دې چارې د شاتو پر تولید هم اغېز کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د شاتو مچیو روزونکي عبدالباري وویل: «ما ۵۲ فارمونه په کندهار کې جوړ کړي، په دا ۴ کاله د جګړو له کبله زه بې‌ځایه شوی وم، اوس موږ نور فارمونه له لاسه ورکړي دي. ۲۲ يا۲۳ فارمونه پاته دي، که پاملرنه ورته ونه شي، دغه به هم له‌منځه لاړ شي، کله چې د شاتو فامونه کمېږي، ورسره د شاتو پر توليد هم اغېز کوي او شات هم ورسره کمېږي.»

په ورته مهال د شاتو مچیو یو بل روزونکی احمدالله وايي، که حکومت یې د شاتو مچیو د روزنې په برخه کې لاسنیوی وکړي، د کندهار شات به نړیوال بازار پیدا او د عاید یوه سرچینه به وګرځي.

احمدالله وویل: «کوم انجینیران یا کوم کارکوونکي چې زموږ پر سر باندې کار کوي، د خپلې ګټې لپاره لګیا دي او زموږ د فارمدارانو په کیسه کې نه دي. که دغه اوس هم حکومت زموږ د شاتو مچيو ته پاملرنه وکړي، لرې نه ده چې زموږ شات به نړيوال بازار پیدا کړي.»

د کندهار ځايي مسوولان هم مني چې دغه ولايت کې د شاتو مچيو فارمونو کې کموالی راغلی، خو وايي چې د شاتو مچیو د فارمونو له‌منځه تلو په برخه کې د مخکیني حکومت چارواکي پړ وو او هغوی ورته پام نه دی کړی.

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او ترویج مدیر انجینیر محمدالله نوري سلام‌وطندار ته وویل، د فارمونو د زیاتېدو لپاره يې هڅې پیل کړي.

نوموړي وویل: «سږ کال پلان مو زر صندوقه مچۍ دی، په ۱۴۰۱ کال کې چې د وزارت څخه مو غوښتنه کړې ده او د موسیساتو یو پروژه منظور ده او د داوطلبۍ په حالت کې ده.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

کندهار کې د شاتو مچیو روزونکي همدارنګه وايي، که حکومت یې لاسنیوی وکړي او د مچیو د ساتنې په برخه کې مسلکي کسان وروزي، د دغه ولایت شات به په نړیواله کچه ښه نوم پیدا کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام