غور کې د نشه‌يي توکو د کښت له ډېروالي د دغه ولایت د اوسېدونکو اندېښنې

په غور کې د نشه‌يي توکو د کښت ډېروالي د یاد ولایت اوسېدونکي او مدني فعالان اندېښمن کړي دي. دوی وايي چې د تېرو کلونو په پرتله سږکال د غور کروندګرو پر خپلو ځمکو په ډېره اندازه چرس او تریاک کرلي دي. د غور اوسېدونکي او مدني فعالان زیاتوي چې د دغه ولایت په دولتیار او د فیروز کوه ښار لویدیځو سیمو کې ډېر نشه‌يي توکي کښت شوي دي.

لوګر کې سېلابونو یو کس مړ کړی او خلکو ته یې ګڼ مالي زیانونه اړولي

د لوګر د کرنې او مالدارۍ  ریاست چارواکي وايي چې د دغه ولایت په بره‌کي برک، څرخ محمداغې او خروار ولسوالیو کې د پرون ورځې بارانونو له امله سېلابونه راوتلي چې پرمهال یې یو کس مړ شوی او خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي. د دوی په وینا، د دغه ولایت په یادو ولسوالیو کې د سېلابونو له کبله لسګونه کورونه هم نړېدلي دي.