په وروستیو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو او سیمو کې د اورښتونو له کبله سېلابونه راوتلي چې د ځاني زیانونو سربېره یې، زرګونه جریبه ځمکه او کورونه هم ویجاړ کړي دي.
په همدې حال کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند محمدنسیم حقاني سلاموطندار ته ویلي چې په وروستیو سېلابونو کې ۳۵ کسان مړه شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د حقاني په وینا، سېلاب ځپلو سیمو ته د یاد وزارت مرستندویه ډلې رسېدلي او دا مهال زیانمنیو شویو خلکو ته د مرستو رسولو په حال کې دي. بلخوا د هېواد د یوشمېر ولایتونو د محلي مسوولانو له قوله، تر دا مهاله د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۷۸ کسانو ته رسېږي.
د روزګان ولایت د مقام ویاند وليجان پوهنیار ویلي چې دغه ولایت کې سېلابونو ۲۴ کسان مړه کړي دي. له دې وړاندې په غزني او نورستان ولایتونو کې بیا د سېلابونو له امله ۱۴ کسان مړه شوي وو.
په همدې حال کې د وروستیو سېلابونو له کبله د کندهار په شاولي کوټ کې ۲۳ کسان، پکتیا کې ۸ او زابل کې هم اته کسان مړه شوي وو.
په ورته مهال د لوګر د کرنې او مالدارۍ رییس سیداحمد هاشمي سلاموطندار ته ویلي چې سېلابونو د برهکي برک ولسوالي په «رسولخېلو» سیمه کې یو ۱۶ کلن هلک مړ کړی او شاوخوا ۳۰۰۰ جریبه کرنیز فصلونه او باغونه یې زیانمن کړي دي.
بلخوا د سېلابونو له امله یوشمېر زیانمن شوي، وايي چې اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونه باید ورته بېړنۍ مرستې ورسوي. د روزګان یوه اوسېدونکي سلاموطندار ته وویل، که مرستې ورته ونه رسېږي، لهمنځه به لاړ شي.
د طبیعي پېښو کارپوه عبدالباسط رحماني سلاموطندار ته وايي چې افغانستان دا مهال د سېلابونو د راوتلو مخه نهشي نیولی او باید دغه هېواد خلکو ته د خبرداري د ورکولو پر سېسټم کار وکړي.
د نوموړي په وینا، طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت باید له بهرنیو مرستندویه بنسټونو سره په همغږۍ له نږدې کار وکړي. د رحماني په خبره، نړیوال اقلیمي سېټم ګډوډ شوی او افغانستان کې وروستي سېلابونه هم د هند اقلیم د بدلون له امله دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د یادونې وړ ده چې افغانستان په وروستیو څوو میاشتو کې د طبیعي پېښو له هغې ډلې اورلګېدنه، زلزله او د سېلابونو د راوتلو شاهد و. د طبیعي پېښو کارپوهانو په وار وار ویلي چې افغانستان د ډېرو طبیعي پېښو د مهار وړتیا نه لري.