باختر خبري اژانس د غزني او نورستان د محلي مسوولانو له قوله لیکلي چې په دغه ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو له امله ۱۴ کسان مړه شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

د باختر خبري اژانس د خبر له مخې، په غزني ولایت کې د وروستیو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې پرمهال یې پنځه کسان مړه او دوه ټپیان شوي دي.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حبیب‌الله مجاهد ویلي چې بېګاه شپه په دغه ولایت کې د سېلابونو راوتلو له امله پنځه کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان دي. د نوموړي په وینا، سېلابونو ۵۰ کورونه هم ویجاړ کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې باختر خبري اژانس لیکلي چې د نورستان په واما ولسوالي کې د سېلابونو راوتلو له کبله ۹ کسان مړه شوي او ۹ نور ټپیان دي.

په ورته مهال باختر همداراز د نورستان محلي مسوولانو له قوله لیکلي چې په دغو سېلابونو کې خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي.

بل‌خوا د نورستان د محلي مسوولانو په وینا، دغه ولایت کې د سېلابونو راوتلو له امله د نورستان-کونړ ترمنځ  د«کوردر» په نوم پُل هم ویجاړ شوی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال د هوا پېژندنې ملي ادارې بیا نن او سبا د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د سختو اورښتونو او له امله یې د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام