د میدان وردګ د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي ریاست مسوولان وايي چې د وړمې ورځې بارانونو له امله د دغه ولایت د لومړۍ  حصې بهسودو ولسوالي البند سیمه کې سېلابونه راوتلي چې د کوچیانو ۳سوه څاروي یې له‌منځه وړي او له شلو زیاتې خېمې یې ویجاړې کړې دي.

د دغه ولایت د پېښو پر وړاندې د چمتوالي رییس فیض الله جلالي سلام‌وطندار ته ویلي، سیمه کې د سېلابونو کوچیانو ته درانه مالي زیانونه اړولي او تر ۳۰۰ څاروي یې له‌منځه تللي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د جلالي په وینا، پرون سهار یې سیمې ته له دوو لارو د زیانمنو کورنیو لپاره خوراکي او غیر‌خوراکي توکي لېږدولي دي. په میدان ورګ کې د تېرو دوو ورځو پرله‌پسې بارانونو له کبله د دې ولایت په سلګونه جريبه کښتونه له منځه تللي دي.

د میدان وردګ سېلاب ځپلې کورنۍ له دولت او مرستندويه ډلو غواړي چې له دوي سره بیړنۍ مرستې وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې د هېواد په ګڼ‌شمېر ولایتونو کې د سېلابونو راوتو له امله خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام