د لوګر محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز او یو‌شمېر ولسوالیو کې وروستیو اورښتونو خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د لوګر د کرنې او مالدارۍ  ریاست چارواکي وايي چې د دغه ولایت په بره‌کي برک، څرخ محمداغې او خروار ولسوالیو کې د پرون ورځې بارانونو له امله سېلابونه راوتلي چې پرمهال یې یو کس مړ شوی او خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د لوګر د کرنې او مالدارۍ رییس سید‌احمد هاشمي سلام‌وطندار ته ویلي چې سېلابونو د بره‌کي برک ولسوالي په «رسول‌خېلو» سیمه کې یو ۱۶ کلن هلک مړ کړی او شاوخوا ۳۰۰۰ جریبه کرنیز فصلونه او باغونه یې زیانمن کړي دي.

د هاشمي په وینا، د دغه ولایت په یادو ولسوالیو کې د سېلابونو له کبله لسګونه کورونه هم نړولي دي. بل‌خوا د لوګر  سېلاب ځپلې کورنۍ وایي چې سېلابونو په بره‌کي برک، څرخ، محمداغې او مرکز پل‌علم کې خلکو ته ډير زیانونه اړولي دي.

رحیم الله د بره‌کي برک ولسوالي یوه اوسېدونکي سلام‌وطندار ته ویلي چې د سېلابونو له امله سیمه کې لسګونه کورونه، جوماتونه او د خلکو هټۍ له‌منځه تللي دي.

هغه زیاتوي ډېری د غنمو، جوارو، لوبیا او کچالو کروندې تخریب شوي او پر حکومت او مرستندویه بنسټونو غږ کوي چې له سېلاب ځپلو سره بېړڼۍ مرستې وکړي.

د محمداغې ولسوالي یو بل اوسېدونکي مدثر هم وايي چې په میدان وردګ کې د اورښتونو له امله د لوګر سیند اوبه هره شېبه په لوړېدو دي او د سیند دواړو غاړو ته زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه او  کورونه یې لاندې کړي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

باید وویل شي چې په تېره یوه اوونۍ کې دا درېیم ځل دی چې د لوګر په مرکز پل‌علم او یوشمېر ولسوالیو کې سېلابونه راوتلي او خلکو  ته یې درانه زیانونه اړولي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام