سېلابونو په پروان او کاپیسا کې خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

د کاپیسا د امنیې قومانداني ویاند عبدالفتاح فایز وايي چې نن سهار وختي درې‌نیمې بجې د دغه ولایت د مرکز د درېیمې امنیتي حوزې اړوند په خوشي سیمه کې سېلاب راغلی او نږدې ۱۰ کیلومټره لاره، لسګونه استوګنیز کورونه، لسګونه څاروي، سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او له ۷۰ ډېر بېلابېل د لېږدولو وسایط یې لاندې کړي دي.

لوګر کې سېلابونو یو کس مړ کړی او خلکو ته یې ګڼ مالي زیانونه اړولي

د لوګر د کرنې او مالدارۍ  ریاست چارواکي وايي چې د دغه ولایت په بره‌کي برک، څرخ محمداغې او خروار ولسوالیو کې د پرون ورځې بارانونو له امله سېلابونه راوتلي چې پرمهال یې یو کس مړ شوی او خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي. د دوی په وینا، د دغه ولایت په یادو ولسوالیو کې د سېلابونو له کبله لسګونه کورونه هم نړېدلي دي.

لوګر کې موټربم برید خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

د لوګر ولایت د مرکز  پل علم ښار سوداګر، هټۍوال او عام وګړي وایي، د جمعې په ورځ د شوي موټربم برید له امله خلکو ته د سر زیان سربېره میلیونونه افغانۍ مالي زیانونه هم اوښتي دي.

د دوی په وینا، په دې چاودنه کې د استوګنې کورونه، سوداګریز مارکېټونه او هټۍ ویجاړې شوي او له حکومت څخه یې د ژرترژره مالي مرستو غوښتنه کوي.