د لوګر ولایت د مرکز  پل علم ښار سوداګر، هټۍوال او عام وګړي وایي، د جمعې په ورځ د شوي موټربم برید له امله خلکو ته د سر زیان سربېره میلیونونه افغانۍ مالي زیانونه هم اوښتي دي.

د دوی په وینا، په دې چاودنه کې د استوګنې کورونه، سوداګریز مارکېټونه او هټۍ ویجاړې شوي او له حکومت څخه یې د ژرترژره مالي مرستو غوښتنه کوي.

 مطېع‌الله چې په یاد موټربم برید کې زیانمن شوی وایي، چاودنې یې هټۍ ویجاړه کړې او د برید سیمې ته نږدې ټولې هټۍ او سوداګریز مالونه له منځه تللي دي. نوموړی له حکومت څخه غواړي چې له زیانمنو سره مرسته وکړي او د خلکو امنیت ټينګ کړي.

د مرکز پل علم یو سوداګر حاجي بسم‌الله وایي، چاودنه دومره زوروره وه چې په پنځه کیلومټرۍ کې یې د خلکو د کورونو او هټیو ښېښې او دروازې ماتې کړې دي.

نوموړی زیاتوي، دا چاودنه دومره زوروره وه چې د ماشومانو د غوږونو  پردې یې شکولي او ټوله شپه یې تر شنه اسمان لاندې تېره کړې ده. د هغه په خبره، ګڼ‌شمېر کورنۍ د خپګان له امله روژه په خوله دي او د خپلو ویجاړو شویو کورونو پر پاکولو  لګیا دي.

هغه شوې چاودنه  غندي او د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې ژرترژره سوله او اوربند وکړي.

بله‌خوا د لوګر ولایت د ولایتي شورا غړی عدالت عبدالرحیمزی هم شوی موټربم برید غندي او وايي، د یادې چاودنې له امله لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او ګڼ‌شمېر سوداګریز مارکېټونه، هټۍ او د خلکو استوګنیز کورونه نړېدلي دي.

عبدالرحیمزی له حکومت او نړیوالو مرستندویه ټولنو غواړي چې د دې چاودنې له امله زیانمنو شویو کورنیو سره مرسته وکړي. هغه پر امنیتي مسوولانو هم غږ کوي چې په راتلونکي کې د دې ته ورته پېښو د مخنیوي لپاره اړین ګامونه اوچت کړي.

په ورته مهال د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي وایي، یادې چاودنې د ولایتي روغتون په ګډون، ګڼ‌شمېر ودانۍ نړولي او خلکو ته یې میلیونونه افغانۍ زیان اړولی دی.

رحیمي زیاتوي، ولسي وګړو ته د اوښتو زیانونو د ارزولو په موخه یې د سروې یوه ډله ګومارلې او ژر به له زیانمنو سره مرستې وشي.

د جمعې ماښام د روژه‌ماتي پر مهال د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار کې د مازدا ډوله موټر په وسیله د ازرې ولسوالي د اوسېدونکو پر مېلمستون برید کې ۲۴ ولسي وګړي ووژل شول او ۱۱۰ نور ټپيان شول.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام