لوګر کې یو شمېر مدني فعالان اندېښنه ښيي چې دغه ولایت کې د ناامنیو او هدفي وژنو زیاتېدو له کبله مدني فعالان په ډاډه زړه نه‌شي کولی خپل فعالیتونه ترسره کړي.

دوی سلام‌وطندار ته وویل، د پخوا په پرتله مدني فعالیتونه کمرنګه شوي او ان لرو پرتو ولسوالیو کې خو په ټپه درېدلي دي.

د لوګر مدني فعالان د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي هرڅه ژر سوله او اوربند وکړي، تر څو هېواد کې روان تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.

د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رييس عبدالرحمن تسل هم مني چې دغه ولایت کې د ورستیو ناامنیو او هدفي وژنو له کبله مدني فعالیتونه کمرنګه شوي او د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د مدني فعالیتونو څرک هم نه ترسترګو کېږي.

عبدالرحمن تسل وايي، هڅه کوي د ځوانانو ترمنځ همغږي غښتلې او د فعالیت اجازه ورته برابره کړي.

د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي هم دغه ولایت کې شته ناامني مني خو زیاتوي، امنیتي ځواکونه په پوره توان سره هڅه کوي چې د ولسي وګړيو په مرسته هېوادوالو ته ډاډمن امنیت رامنځته کړي.

رحیمي له دیني عالمانو او قومي مشرانو وغوښتل چې د سولې او امنیت ټینګښت لپاره سره یو شي او د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.

لوګر کې داسې مهال مدني فعالیتونه په ټپه درېدلي چې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې د پلازمېنې کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼ شمېر مدني فعالان او خبریالان وژل شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام