په ختیځو ولایتونو کې پرون شپه او نن ورځ د سختو بارانونو له امله په ګڼو سیمو کې سیلابونه راوتلي چې خلکو ته یې ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
د ننګرهار چارواکي وایي چې سېلابونو دې ولایت کې د مالي زیانونو ترڅنګ، د کابل ـ جلال اباد لویه لاره هم ویجاړه کړې چې اوس د ټرافیکو پرمخ تړل شوې ده. د چارواکو په وینا، سېلابونو ننګرهار کې څلور کسان مړه کړي چې د درېوو کسانو جسدونه تراوسه نه دي پیدا شوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
همداراز په نورستان کې هم سېلابونو د یوې مېرمنې په ګډون درې کسان لاهو کړي او د ځينو سړکونو په شمول په کې کرنیزو ځمکو او د هستوګنې کورونو ته زیانونه اوښتي دي.
په ورته مهال د جلال اباد ښار په اوومه ناحیه کې د برښنا یوه پایه هم تخریب شوې چې په دې سره پر جلالاباد ښار وارداتي برښنا هم پرې شوې ده.
د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ ریاست ویاند قریشي بدلون سلاموطندار ته وویل: «د سېلابونو له کبله زموږ هېوادوالو ته درانه مالي زیانونه وراوښتي. د دې تر څنګ یوشمېر ځاني زیانونه هم لري، تر ټولو ډېر زیان يې په بټي کوټ ولسوالي کې اړولی دی. په سلګونه جریبه ځمکه تخریب شوي، زموږ یو هېوادوال د سېلابونو له امله مړ شوی او درې نور تری تم شوي دي.»
که څه هم کونړاو لغمان ولایتونو کې سېلابونو خلکو ته ځاني زیانونه نه دي اړولي، خو ولسي سرچینې سلام وطندار ته وايي چې یوشمېر کورونه او کرنیزې ځمکې یې تخریب کړي دي.
په ختیځو ولایتونو کې د سېلابونو له کبله د زیانمن شویو لویه برخه بېوزله خلک دي چې مالي زیانونه و اوښتې دي. دوی له حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې لاسنیوی يې وکړي.
د ننګرهار اوسېدونکي مرزالدین وویل: «زما دولس جریبه ځمکه ټوله سېلابونو تخریب کړه، زموږ په سیمه کې د سېلابونو له کبله ډېر کورونه زیانمن شول، یو کور کیناسته چې دوه غواګانې او هر څه سامان یې تر خاورو لاندې شول. سېلابونو ډېر زیان اړولی دی.»
باید وویل شې چې د کابل ـ جلال اباد لویه لار باندې هره ورځ زرګونه وسایط تګ راتګ کوي چې اوس يې په بندښت سره خلګ له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د جلال اباد ښاروالي او د ټولګټو چارو ریاست په ګډه هڅې پیل کړي چې هرڅومره ژر یاده لویه لاره د ټرافیکو پرمخ خلاصه کړي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دا په داسې مهال ده چې پرون هم د سختو اورښتونو او سېلابونو راوتو له امله د پنجشېر لویه لاره د غر ښوویېدو له امله د تګراتګ پرمخ تړل شوې وه.