د لوګر په خوښۍ ولسوالي کې وروستیو سېلابونو د ځاني زیان ترڅنګ، خلکو ته ډېر مالي زیانونه واړول او ورپسې ځینو بنسټونو ځايي خلکو ته څه‌ناڅه مرستې هم ولېږدولې.

خو د دې ولسوالي اوسېدونکي په روڼتیا سره پر خلکو د مرستو د وېش په اړه شکایت کوي. د خوښۍ ولسوالي قومي مشر سردارمحمد په دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي چې ور رسېدلې مرستې د اړیکو له مخې پر خلکو وېشل کېږي. هغه وايي، د مرستو په وېش کې روڼتیا په پام کې نه نیول کېږي.

محمداصف چې د خوښۍ ولسوالي د سېلاب‌ځپلیو کورنیو لپاره په ځانګړي شوي کمپ کې اوسېږي، سلام‌وطندار ته ویلي چې په سختۍ سره شپې او ورځې تېروي او لا هم ډېریو کورنیو ته د اوسېدو وسایل او خوراکي توکي نه دي رسېدلي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه له کورنیو او نړیوالو خیریه بنسټونو او موسسو څخه غواړي چې سېلاب‌ځپلیو کورنیو ته بیړنۍ مرستې ورسوي او خلک له روان ناورین څخه وژغوري.

په همدې حال کې د یوه خیریه بنسټ مشر سیداحمد سېلاب وايي، د خوښۍ ولسوالي له سېلاب‌ځپلیو کورنیو سره شوې مرسته بسنه نه کوي. هغه پر دولت او خیریه بنسټونو غږ کوي چې له یادو کورنیو سره لازمې مرستې وکړي.

سلام‌وطندار دلته هم وڅارئ

خو د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رییس رفېع‌الله صمیم وايي چې ټولې مرستې د یوه ټاکل شوي کمېسیون له لارې کېږي او په خبره یې، مرستې به پر ټولو اړمنو کورنیو ووېشل شي. هغه وايي، په کمېسیون کې د اطلاعاتو او کلتور، د کلیو بیارغونې او پراختیا، کرنې او مالدارۍ او کډوالو چارو د ریاستونو او امنیې قومانداني استازي غړیتوب لري.

د روانۍ اوونۍ په پيل کې د لوګر ولایت په مرکز پل‌علم، خوښۍ او محمداغې ولسوالیو کې تر سختو اورښتونو وروسته سېلابونه راووتل چې له کبله یې ۲۰ کسان مړه او ۴۰ ټپیان شول. دغه راز، ۳۰۰۰ کورونه ونړېدل او شاوخوا ۲۰۰۰ څاروي هم له منځه تللي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام