Asset 1SWN

هرات کې پر لمونځ‌کوونکو برید؛ یوناما: په کلکو ټکو یې غندو

2022-07-29T203032Z_665466268_RC2PLV924GWG_RTRMADP_3_AFGHANISTAN-DAILYLIFE-1714459368

افغانستان کې د ملګروملتونو استازولي «یوناما» په هرات کې پر لمونځ‌کوونکو وسله‌وال برید په کلکو ټکو غندلی دی.

یوناما نن سه‌شنبه، غويي ۱۱مه، پر اېکس‌پاڼه لیکلي: «یوناما بېګاه شپه هرات کې د شیعه‌وګړو پر جومات شوی چې له امله یې د یوه ماشوم په ګډون، اووه کسان وژل شوي او ټپیان شوي، په کلکو ټکو غندي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

افغانستان کې د ملګروملتونو استازولي یوناما همداراز لیکلي: «د دې برید عاملانو لپاره د سمدستي ځواب او څېړنې او افغانستان کې د شیعه‌وګړو د خونديتوب لپاره اړینو اقداماتو ته اړتیا ده.»

وسله‌والو کسانو بېګاه شپه هرات کې پر لمونځ‌کوونکو برید وکړ چې له امله یې شپږ کسان ووژل شول او یو بل ټپي دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، دغه پېښه بېګاه ۹بجې د هرات د ګذرې ولسوالي په «شهرک» سیمه کې رامنځته شوې.

نوموړي لیکلي: «له بده‌مرغه چې بېګاه نهه بجې د هرات د ګذرې ولسوالي شهرک سیمه کې یوه وسله‌وال په کلاشینکوف د لمونځ‌کوونکو پر لور ډزې کړي چې له امله یې شپږ کسان شهیدان شوي او یو بل ټپي دی.»

نوموړي په دې اړه نور جزییات نه‌دي ورکړي، خو زیاته کړې یې ده چې د پېښې وروستي معلومات به له رسنیو سره شریک کړي.

دغه برید ته د غبرګونونو په لړ کې د ایران سفارت دغه برید غندلی دی. دغه سفارت نن سه‌شنبه، پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د افغانستان سرپرست حکومت سره هر ډول مرستې ته اماده دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

تراوسه د دغه برید مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه‌دی اخیستی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام