فاریاب کې کروندګر: د وچکالۍ له امله مو حاصلات کم شوي

فاریاب کې یو‌شمېر کروندګر وايي چې د تېر ژمي پر مهال د ورښتونو کمښت له امله دغه ولایت کې وچکالي ډېره شوې او کښتونه یې د له‌منځه تلو ګواښ سره مخ دي.

د فاریاب یوه کروندګر حمیدالله سلام‌وطندار ته وايي چې ژوند یې پر کرنه او مالدارۍ ولاړ دی او سږکال یې د وچکالۍ په دلیل حاصلات سوځېدلي چې سخت یې اندېښمن کړي دي.

لوګر کې سېلابونو یو کس مړ کړی او خلکو ته یې ګڼ مالي زیانونه اړولي

د لوګر د کرنې او مالدارۍ  ریاست چارواکي وايي چې د دغه ولایت په بره‌کي برک، څرخ محمداغې او خروار ولسوالیو کې د پرون ورځې بارانونو له امله سېلابونه راوتلي چې پرمهال یې یو کس مړ شوی او خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي. د دوی په وینا، د دغه ولایت په یادو ولسوالیو کې د سېلابونو له کبله لسګونه کورونه هم نړېدلي دي.

پکتیا کې د پرون ورځې باران او ږلۍ خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

د پکتیا مرکز ګردېز ښار اړوند د وچ‌غړک او بالادې سیمو کې د سخت باران او ږلۍ له امله د خلکو ډېری باغونه او کښتونه له‌منځه تللي دي.

د وچ‌غړک سیمې یوه اوسېدونکي حاجي رحیم سلام‌وطندار ته ویلي چې پروني باران او  ږلۍ له امله راوتلو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.