Asset 1SWN

د وروستیو اورښتونو زیانمن له سړې هوا او د اوسېدو ځای نه لرلو شکایت کوي

بارانونه

د روانې اوونۍ د دوشنبې او سې‌شنبې په ورځو د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د سختو واورو او بارانونو له اورېدو او سېلابونو راوتلو وروسته د یوشمېر ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې مینې په بشپړ یا هم نسبي ډول ورانې شوې دي.

په هرات او غزني کې د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوي مریم او امیرمحمد وايي، اړ دي چې شپه او ورځ په ویجاړو کورونو یا ازاده فضا کې تېره کړي. دوی زیاتوي:

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

«کور مو خپل دی، کاه‌ګل کړی مو دی. کور ډېر ګواښوونکی شوی، درزونه یې کړي؛ ځکه زلزلې هم زیان ورته رسولی و. وېرېږو چې که بیا باران وشي، پر سر به مو راولوېږي.»

«یو کور مو ونړېد، یوه غوجله ونړېده. درې څلور پسونه مو له منځه ولاړل. دولت راغی، سروې یې وکړه، خو تر اوسه یې مرسته نه‌ده راسره کړې. موږ په تمه یوو چې کله به مرسته راسره کېږي.»

د هرات د صوفي‌اباد سیمې اوسېدونکي ذبېحالله چې په تېرو څو ورځو کې یې د واورو او بارانونو د اورېدو له کبله څو ګاونډیان له لاسه ورکړي، سلام‌وطندار ته ویلي:

«پرون مو د ګاونډي کور ویجاړ شو؛ په کور کې اووه کسان وو، پرې را ولوېده، دوی ترې لاندې شول. څلور کسان یې مړه شول، پاتې یې ټپیان شول. اوس له دوی سره کومه مرسته نه‌ده شوې.»

په همدې حال کې د هرات له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست مالي مدیر عبدالسلام بارکزی وایي، د وروستیو دوو ورځو پر مهال په دغه ولایت کې د واورو او بارانونو اورېدو له کبله د اوسېدو ۴۶ کورونه وران شوي او پنځه کسان په‌کې مړه شوي دي.

نوموړی زیاتوي: «د رُباط‌‌‌سنګي، کشک او ادرسکن ولسوالیو په ګډون، د هرات په مرکز کې ۴۶ کورونه په بشپړ او نسبي ډول ویجاړ شوي. په خیراباد سیمه کې کور نړېدلی، یوه امېندواره ښځه له درېوو بچیانو سره شهیده شوې او دوه کسان ټپیان دي.»

خو پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند جانان سایق وايي، دغه وزارت د روانې کب میاشتې له پیل راهیسې له څه باندې ۲۲۰۰۰ زیانمنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو او مالي مرستې کړې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه زیاتوي: «سړې هوا، د واورې او باران اورېدو د کب له لومړۍ څخه تر دیارلسمې پورې ۶۰ کسان مړه کړي، ۲۳ کسان ټپیان شوي، ۱۶۵۴ کورونه په بشپړ او نسبي ډول ویجاړ شوي او ۱۸۷ زره او ۹۱۱ څاروي مړه شوي، خو دغه وزارت له سازمانونو سره په همغږۍ له ۲۲۴۱۵ کورنیو سره نغدي، د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې کړې دي.»

د یادونې ده چې هر کال په بېلابېلو ولایتونو کې د واورو او بارانونو اورېدو له کبله یوشمېر کسانو ته مالي او ځاني زیانونه اوړي او د سېلابونو راوتلو له کبله ګڼ‌شمېر کورونه او کرنیزې ځمکې له منځه ځي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام