Asset 1SWN

د هوا پېژندنې ریاست په ۲۰ ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړ

میدان_وردک-3-q9x68x5855rothjajd0hn71o1pxo5g8v0btxwt2hs8

په وروستیو ورځو کې د کابل په ګډون، په یوشمېر ولایتونو کې سخت بارانونه وشول او سېلابونه راغلل چې له کبله یې لسګونو افغانانو ته مرګ‌ژوبله واوښته. اوس د هوا پېژندنې ادارې یو ځل بیا نن او سبا په شلو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هوا پېژندنې ادارې رییس محمدنسیم مرادي وايي: «په کابل، پروان، پنجشېر، میدان وردګ، دایکندي، پکتیا، پکتیکا، خوست، نورستان، تخار، بدخشان، ننګرهار، کونړ، لغمان، زابل، کاپیسا، کندهار، لوګر، روزګان او غزني ولایتونو کې د باران اورېدو او سېلابونو راتلو احتمال شته او د د دغه باران کچه له ۱۰ تر ۳۰ ملي مترو پورې وړاندوینه شوې ده.»

په ورته وخت کې طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند شفېع‌الله رحیمي وايي، دغه وزارت د بېړنیو مرستو رسولو لپاره په هغو ولایتونو کې چې د بارانونو او سېلابونو راوتلو اټکل په‌کې شوی، له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاستونو ته سپارښتنه شوې چې لپاره یې چمتووالی ولري.

سره له دې چې هر کال په پسرلي او اوړي کې یوشمېر ولایتونه د بارانونو او سېلابونو شاهدان وي، خو په وروستیو دوو کلونو کې اقلیمي بدلونونه لامل شوي چې د دغو سېلابونو د زیان کچه لوړه شي.

د چاپېریال ساتنې برخې کارپوه عبدالباسط رحماني وايي، له اقلیمي بدلونونو څخه د هېوادوالو د زیانمنېدو کچې کمولو لپاره اړتیا ده چې د طبیعي پېښو د مدیریت سېسټم بدل او د دغو پېښو په اړه د هېوادوالو د پوهاوي کچه لوړه شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د شمېرو له مخې، په وروستیو ورځو کې سېلابونو په ۱۴ ولایتونو کې ۴۸ کسان مړه او ۵۸ نور ټپیان کړي دي. همداراز، له ۱۱۰۰ څخه زیات استوګنیز کورونه او نږدې ۸۰۰۰ زره جریبه کرنیزه ځمکه یې له منځه وړې ‌ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام