د کابل په ګډون د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې وروستیو خونړیو بریدونو او چاودنو ګڼ‌شمېر افغانان اندېښمن کړي دي. د پلازمېنې کابل اوسېدونکي وايي چې له ګڼې ګوڼې څخه په ډکو سیمو  کې چاودنو د خلکو ترمنځ وېره پیدا کړې.

د دوی په وینا، د هېواد په هېڅ ځای کې څوک خوندي نه دي او کله چې له کور څخه وځي، په دې ډاډه نه دي چې بېرته به خوندي کور ته ستنېږي او که نه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کابل اوسېدونکي اسلامي امارت د امنیت په ټينګښت کې پاتې بولي او ټينګار کوي چې سرپرست حکومت باید له غندلو لاس واخلي او د امنیتي وضعیت د ښه‌والي په اړه پر خپلې کړې ژمنې عمل وکړي.

په هېواد کې د خونړیو بریدونو ډېرېدو پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه له ځان سره لرله. په تېره یوه اوونۍ کې پر کابل سربېره په بلخ او کندوز ولایتونو کې پرله‌پسې چاودنې وشوې چې خلکو ته درنه مرګ‌ژوبله ورواړوله.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا، بښنې نړیوال سازمان، سوېډن او عربي متحده اماراتو په کابل کې پر دوو ښوونیزو مرکزونو بریدونه، بلخ او کندوز کې پر جوماتونو بریدونه غندلي او په اړه یې اندېښنه څرګنده کړې ده.

دغو هېوادونو او سازمانونو په راتلونکې کې دې ته د ورته بریدونو د مخنیوي په برخه کې د بېړنیو اقداماتو غوښتنه کړې.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په تازه‌ګۍ سره د دغو بریدونو د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ ترڅنګ ویلي چې د یادو بریدونو عاملان، ملاتړ کوونکي او تنظیموونکي باید ونیول شي او سزا ورکړل شي.

وروستیو بریدونو کې تر ډېره د هېواد شیعه‌ وګړي په نښه شوي چې پر ټولنیزو رسنیو یې پراخ غبرګونونه هم راپارولي دي. د ټولنیزو رسنیو یو‌شمېر کاروونکو د «هزاره‌ګانو نسل وژنه‎ ودروئ» تر نوم لاندې په ټولنیزو رسنیو کمپاین هم پیل کړی دی.

له دغه کمپاین سره یو‌شمېر کسان یوځای شوي او وايي چې د هزاره وګړو د وژنې قضیه باید د نړیوالو محکمو له لارې جوړه او وڅېړل شي. هېواد کې وروستیو خونړیو بریدونو ته په پام، وموغوښتل چې د امنیت ټينګښت په برخه کې د اسلامي امارت د چارواکو نظر هم له ځان سره ولرو، خو له هڅو سره سره بیا هم بریالي نه‌شو.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په وروستیو خونړیو بریدونو کې چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې وشوې، ګڼ‌شمېر زده‌کوونکي، لمونځ کوونکي او عام خلک وژل شوي او یا هم ټپي شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام