د کابل په لوېدیځه سیمه کې سرچینو رسنیو ته ویلي چې د اتلسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د «عبدالرحیم شهید» ښوونځي ته څېرمه په یوې چاودنه کې لږ تر لږه ۲۵ زده‌کوونکي وژل شوي دي.

د سرچینې په وینا، دغه چاودنې دې چې نن سهار د یاد ښوونځي مخې ته شوي، ځانمرګي بریدونه وو. سرچینه زیاتوي، چاودنې هغه مهال شوي چې زده‌کوونکي له ښوونځي څخه د راوتو په حال کې وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نن سهار د کابل لوېدیځه سیمه کې درې پرله‌‌پسې چاودنې وشوې چې دوه یې د عبدالرحیم شهید ښوونځي مخې ته او درېیمه یې د «ممتاز» په نوم ښوونیز مرکز ته څېرمه شوې ده.

محلي سرچینو په یادو چاودنو کې د څه باندې پنځو کسانو د وژنې او له ۱۰ ډېرو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

په همدې حال کې د کابل د امنیې قومنداني ویاند خالد ځدراڼ سلام‌وطندار ته وايي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دغو چاودنو کې شپږ کسان وژل شوي او ۱۱ ټپیان دي.

نوموړی زیاتوي چې د اسلامي امارت ځواکونه د چاودنې سیمې ته رسېدلې او د برید په اړه یې څېړنې پیل کړي دي.  د ایمرجنسي روغتون پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې د پېښې له ځای څخه ورته اووه ټپیان وروړل شوي دي.

تراوسه د دغو چاودنو مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

بل‌خوا ویل کېږي چې د اسلامي امارت ځواکونو د دغې چاودنې د پوښښ لپاره خبریالانو ته اجازه نه ده ورکړې او ځينې خبریالان یې وهلي ټکولي او بندیان کړي دي.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د کابل په لوېدیځ کې ښوونیز مرکزونه د ځانمرګو بریدونو موخې ګرځېدلي چې له امله یې ګڼ‌شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په وروستي ځل په دغه سیمه کې پر سیدالشهدا ښوونځي د ځانمرګي برید له کبله څه باندې ۶۰ کسان وژل شوي وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام