نږدې دوه اوونۍ وړاندې د پلازمینې کابل لوېدیځ دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې پر سیدالشهدا ښوونځي درې پرله پسې چاودنې وشوې چې له کبله یې څه باندې ۶۰زدهکوونکي چې ډېری یې نجونې وې ووژل شوې او څه باندې ۱۵۰کسان پکې ټپیان شول، اوس د دغه برید د قربانیانو کورنۍ پر حکومت نیوکه کوي چې د دغې چاودنې په څېړلو کې پاتې راغلی او وایي، تراوسه په دې اړه نه حکومت او نه هم اړوند بنسټونو کوم ګام پورته کړی دی.
له دې پېښې وروسته د سیدالشهدا ښوونځي د برید د شهیدانو د تدفین او ټپیانو ته د رسېدنې ولسي ډلې امنیتي بنسټونو ته د دوو اوونیو ضرب العجل وټاکه چې هر څه ژر دې دا برید وڅېړي او پایله دې د قربانیانو له کورنیو سره شریکه کړي. خو له دوه اونیو تېرېدو وروسته، اوس دغه ډله وايي چې د دغې پېښې د څېړنې او حقیقت موندنې لپاره هېڅ راز اقدام نه دی شوی او نه هم اړوند بنسټونو ورباندې غوږ ګرولی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د سیدالشهدا ښوونځي پېښې ته د رسېدنې ولسي ډلې غړی باقر سعیر وايي چې له امنیتي او اړوندو بنسټونو یې غوښتي وو چې د یوه کمېسیون او کمېټې له لوري د پېښې د لومړیو نښو او نښانو له لارې برید وڅېړې، خو له بده مرغه چې تراوسه د پېښې په اړه حکومت او نورو امنیتي بنسټونو هېڅ راز اقدام نه دی کړی او دغه پېښه هم د نورو پېښه په شان بې څېړنې پاتې ده.
بل لور ته د سیدالشهدا ښوونځي د قربانیانو کورنۍ له حکومت څخه غواړي چې د برید عاملان دې ونیسي او سزا دې ورکړل شي.
دا کورنۍ وايي، د دا ډول پېښو له بیا تکرارېدو څخه اندېښنه لري او حکومت باید د دې ښوونځي او نورو زده کړهییزو مرکزونو د زده کوونکو امنیت خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.
- د دشت برچي برید د قربانیانو کورنۍ له حکومته د پېښې څېړل غواړي
- له نړیوالې محکمې د سیدالشهدا ښوونځي او لوګر د بریدونو د څېړلو غوښتنه
- پر سیدالشهدا ښوونځي برید او د پنځلس کلنې عاقلې دردوونکې کیسه
د قربانیانو د کورنیو غړي سعید او صادق وايي، له حکومت څخه یې غوښتنه دا ده چې د خلکو امنیت ټينګ کړي او پر سید الشهدا ښوونځي د برید عاملانو ته دې سزا ورکړي. دوی له حکومت غواړي چې د شهیدانو له کورنیو سره مرسته وکړي او دغه ښوونځی دې تر امنیت څار لاندې ونیسي، څو په راتلونکي کې دغه راز پېښه بیا تکرار نه شي.
که څه هم د دې برید په څېړنه کې د امنیتی بنسټونو پر ناغېړۍ نیوکه کېږي، خو امنیتي بنسټونه وايي چې د څېړنې ټیم په جدي توګه په دې پېښه کار کوي او تمه ده چې جزییات یې ډېر ژر له خلکو سره شریک شي.
د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي: «د کابل پر پوهنتون او زده کړهییزو مرکزونو او اوس هم د سیدالشهدا پر ښوونځي یو پر بل پسې د بریدونو ورته والی څرګندوي چې د طالبانو کار دی، ځکه چې د کابل پر پوهنتون د برید طراح اعتراف کړی چې د طالبانو ډلې اړوند دی. د دې ناورین په اړه اوس هم ډېرې څېړنې روانې دي، د کابل امنیتي ټیم په دې کار کوي او له پرمختګ څخه به یې خلک خبر کړو»
د سیدالشهدا ښوونځي پېښې شهیدانو او ټپیانو ته د رسېدنې ولسي ډله وايي، د دغه برید د قربانیانو شمېر د بدلون په حال کې دی او د دوی د شمېرو پر اساس د دې پېښې قربانیان ۸۹ او د ټپیانو شمېر ۲۰۰ تنو ته رسېږي.