Asset 1SWN

سلام وطندار

کابل کې ۵۰ یتیمان د موبایل جوړونې له مسلکي زده‌کړو فارغ شول

PHOTO-2022-11-26-17-15-01

کابل کې ۵۰ یتیمان چې ټول ماشومان دي او د یوه خیریه بنسټ له لوري ورته د موبایل جوړونې برخه کې د څلورمیاشتنیو مسلکي زده‌کړو اسانتیاوې برابرې شوې وې، فارغ شول. د دغه خیریه بنسټ رییس جاوید ابراهیمي وایي، د دغو یتیمانو د روزلو موخه یې پر خپلو پښو د هغوی درېدل او پر ځان بسیاینه ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه د اسلامي امارت له لوري د سوالګرو ماشومانو د راټولولو پروسې ته په اشارې وویل چې په‌کار ده په هېواد کې بې‌وزله او یتیم ماشومان په بېلابېلو مسلکي زده‌کړو سمبال شي، څو له سوال کولو خلاص او له همدې لارې د خپلې کورنۍ ملاتړ وکړي.

ابراهیمي زیاتوي، له بې‌وزله کورنیو او یتیمانو سره د نغدو پیسو او خوراکي توکو مرستې د اوږدمهال لپاره د هغوی لاسنیوی نه کوي او په وینا یې، حکومت او نړیوال بنسټونه یې باید د اوږدمهالي ملاتړ لارې چارې ولټوي.

په همدې حال کې له دغه څلورمیاشتني کورس څخه تازه فارغ شوي ماشومان هم خوښ دي چې د موبایل جوړولو برخه کې یې مسلکي زده‌کړې وکړې او پر مټ به یې وکولای شي چې خپلو کورنیو ته حلاله روزي وګټي.

۱۶ کلن عزت‌الله چې د ښوونځي د یوولسم ټولګي زده‌کوونکی دی، وايي چې له پلاره ورته اووه‌کسیزه کورنۍ ورپاتې او له ده پرته د ګټې وټې لپاره هم بل څوک نه لري.

هغه خوښ دی چې د موبایل جوړونې مسلکي زده‌کړې یې بشپړې کړي او په وینا یې، اوس به وکولای شي چې له دې لارې خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډي وګټي.

د دغه خیریه بنسټ له لوري تازه فارغ شویو ماشومانو ته په یوه ځانګړې کڅوړه کې هغه وسایل هم ورکړل شول چې د موبایل جوړونې په ورکشاپ کې به کار ترې اخلي او تر هغې چې پر ځان بسیا کېږي، دغه بنسټ به یې د دوکان کرایه هم ورکوي.

آرش هم د تېر اسلامي جمهوري نظام د یوه سرتېري زوی او د دغه پروګرام یو بل زده‌کوونکی دی. نوموړی چې تازه له دولسم ټولګي فارغ شوی وايي، له دې وروسته به خپل دوکان او کاروبار ولري او پر مټ به یې خپلې کورنۍ ته د ژوند لومړني امکانات برابروي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 

دغه خیریه بنسټ داسې مهال یتیمانو، بې‌سرپرسته او بې‌وزله ماشومانو ته د مسلکي زده‌کړو اسانتیاوې برابرې کړي چې اسلامي امارت له تېرو څو میاشتو راهیسې په کابل ښار کې د سوالګرو ماشومانو، نارینه‌وو او ښځو د راټولولو کمپاین پیل کړی دی.

د اسلامي امارت د اقتصادي کمېسیون له لوري په خپرو شویو معلوماتو کې لیکل شوي چې د تېرې لړم میاشتې تر نیمایي یې ۱۷زره او ۲۶۲ سوالګر راټول کړي دي. خو غوښتنې دا دي چې حکومت باید دغو کسانو ته د مسلکي زد‌ه‌کړو تر څنګ، د کار اسانتیاوې هم برابرې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام