Asset 1SWN

افغان سره میاشت: پر زړه سوري د اخته ماشومانو د درملنې مرکز او بودیجه نه لرو

20230907_103808-qc22v3mlzcqcdb1doufco9trb6ay7gya1x0rhh3lag

د افغان سرې میاشتې ټولنې مسوولان وايي، په افغانستان کې د هغو ماشومانو د درملنې لپاره چې د زړه سوري پر ناروغي اخته دي، ځانګړی مرکز او د اړتیا وړ بودیجه نه لري. د افغان سرې میاشتې ټولنې ویاند عرفان‌الله شرف‌زوی سلام‌وطندار ته ویلي، که څه هم کابل کې یوه روغتون د هغو ماشومانو لپاره چې د زړه سوري پر ناروغي اخته دي، ۵۱ بستریز مرکز جوړ کړی، خو یاد مرکز د روغتیايي امکاناتو نه لرلو له کبله تر اوسه فعال شوی نه‌دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړی زیاتوي: «د دغه مرکز تجهیزات چې په عملیات او نورو څانګو کې ورته اړتیا ده، تر اوسه بشپړ شوي نه‌دي؛ نو ځکه دغه مرکز پرانېستل شوی نه‌دی. موږ په تېر یوه کال کې ډېره هڅه وکړه چې له نړیوالو سازمانونو او خیریه بنسټونو سره وکړې ته ورسېږو او پر زړه سوري د اخته ماشومانو درملنې ته یې پام را واړوو، خو دا چې د دغو ماشومانو شمېر زیات دی او موږ د دې وسه نه لرو چې په کم وخت یې کې یې درملنه وکړو.»

عرفان‌الله شرف‌زوی وايي، اوس ۱۲۰۰۰ ماشومان چې زړونه یې سوري دي، درملنې ته په تمه دي او د دغو ماشومانو د درملنې لپاره ۲۰ میلیونه امریکايي ډالرو ته اړتیا ده.

په همدې حال کې یوشمېر هغه ماشومان چې د افغان سرې میاشتې ټولنې له لوري د درملنې په موخه خصوصي روغتونونو ته ور پېژندل شوي او درملنه یې کېږي وايي، هیله لري چې د نورو ماشومانو د درملنې لپاره چې زړونه یې سوري دي، هم روغتیايي امکانات برابر شي.

د مزارشریف اوسېدونکې عابده چې اووه‌لس کاله عمر لري او یوه اوونۍ وړاندې یې د زړه عملیات کړی وايي، دا چې له دوو کلونو انتظار وروسته یې درملنه پیل شوې، خوشحاله ده. هغه زیاتوي: «خوشحاله یم چې د زړه ستونزه مې حل شوه. اوس ښه یم. مخکې مې ډېر وضعیت خراب و، پر لاره نه شوای تللی، بې‌سېکه کېدم. هیله لرم د هغو ټولو ماشومانو درملنه وشي چې زړونه یې سوري دي.»

بله‌خوا یوشمېر هغه کورنۍ چې د ماشومانو زړونه یې سوري دي او د درملنې په موخه یې له ولایتونو کابل ته راغلي، په خپلو ولایتونو کې د زړه سوري ناروغي د درملنې ځانګړو مرکزونو له نشتون څخه سر ټکوي.

کریم د تخار ولایت د رستاق ولسوالي اوسېدونکی دی او خپله خور یې د درملنې لپاره کابل ته راوستلې وايي، څه باندې یو کال مخکې یې د خور د درملنې لپاره د افغان سرې میاشتې ټولنه کې نوملیکنه کړې وه، خو تازه یې د درملنې وار را رسېدلی دی.

نوموړی وايي: «له تخار څخه تر دې ځای موږ د موټر کرایه ورکوو؛ دلته کور نشته، اړ یوو چې کور په کرایه ونیسو. له یوې خوا اقتصاد کمزوری دی، دا ډېره سخته ده. هر ځای باید دا اسانتیاوې وي چې د پر زړه سوري ماشومانو درملنه په هماغه ولایت کې وشي.»

صابره بیا د هرات ولایت اوسېدونکې ده او خپل دوه‌نیم کلن ماشوم یې کابل ته راوړی دی. د هغې په خبره، ماشوم یې د زېږېدو پر مهال پر دې ناروغي اخته و، خو دوی یې د درملنې وسه نه لرله.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه مور زیاتوي: «موږ د خپل ماشوم د درملنې وسه نه لرله. پلار یې هم ناروغ دی، خپله کارګره یم، په ډېرې سختۍ له هرات څخه دلته راغلم؛ ځکه اقتصاد ښه نه‌دی. له همدې امله مې دوه میاشتې مخکې په افغان سره میاشت کې نوملیکنه وکړه او تر اوسه په تمه وو.»

د افغان سرې میاشتې ټولنې د شمېرو له مخې، دغې ټولنې تېر کال ۱۷۰۰ افغان ماشومان چې زړونه یې سوري وو، د درملنې لپاره په کابل کې اوو خصوصي روغتیايي مرکزونو ته ور پېژندلي او د هر ماشوم د درملنې لګښت له ۹۰۰ تر ۲۰۰۰ امریکايي ډالرو پورې راغلی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام