د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولان وايي، د تېرو دوو میاشتو پر مهال یې د زړه سوري پر ناروغۍ اخته څه باندې ۲۰۰۰ ناروغان ثبت کړي چې درملنې ته په تمه دي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند عرفانالله شرفزوی سلاموطندار ته وايي چې د زړه سوري پر ناروغۍ اخته ۱۰۰۰ ناروغان له درملنې وړاندې مړه شوي دي.
د نوموړي په وینا، یادې ادارې د تېرو ۱۴کلونو پر مهال د زړه سوري ۲۵زره ناروغان د درملنې لپاره ثبت کړي چې د څه باندې ۱۲زرو یې درملنه شوې او څه باندې ۱۱۰۰۰ نور یې درملنې ته په تمه دي.
هغه وویل: «د هېواد په کچه د زړه سوري ناروغۍ ډېره شوې او موږ سره ۱۱۰۰۰ناروغان ثبت دي چې ۱۰۰۰ یې درملنې ته په تمه مړه شوي او د روان ۱۴۰۲ کال په لومړنیو دوو میاشتو کې مو ۲۰۰۰ ناروغان ثبت کړي چې درملنې ته په تمه دي.»
په همدې حال کې یوشمېر هغه کورنۍ چې ماشومان یې د زړه سوري پر ناروغۍ اخته دي، وايي چې د بېوزلي له امله د خپلو ماشومانو د درملنې توان نهلري.
د کابل اوسېدونکې مینه چې ماشوم یې پر یادې ناروغي اخته دی، وايي، د افغاني سرې میاشتې ټولنې په مرسته یې ماشوم د درملنې لپاره یوه خصوصي روغتون ته ورپېژندل شوی او په وینا یې، تر درملنې لاندې دی. هغې وویل: «سرې میاشتې ټولنې ته ورپېژند او له انتظار وروسته اوس تر درملنې لاندې دی او ښه شوی دی.»
بلخوا یوشمېر روغتیاپالان وايي چې د اومېندوارۍ پر مهال مور ته د روغتیايي خدمتونو نه لاسرسی لامل کېږي چې ماشومان د زړه سوري پر ناروغۍ اخته شي.
د یوه خصوصي روغتون د زړه حراح ببرک سعیدزاده وايي: «د زړه سوري پر ناروغۍ نه اخته کېدو یوه لاره دا ده چې د افغانستان ټولو لرو پرتو سیمو خلکو ته باید روغتیايي خدمات ورسېږي او همداراز مېندې باید د اومېندوارۍ پر مهال روغتیايي سپارښتنې عملي کړي.»
سلاموطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ
د یادونې وړ ده چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې په تېرو لسو میاشتو کې د زړه سوري پر ناروغۍ اخته څه باندې ۱۱۰۰ ماشومان د هېواد په اتو دولتي او خصوصي روغتونونو کې په وړیا توګه درمان کړي دي.