د افغاني سرې میاشتې ټولنې نن د «سرې میاشتې ټولنې اوونۍ» په مناسبت د ټول هېواد په سطحه د اړمنو لپاره د مرستو راټولولو کمپاین پیل کړ.
د دغه بنسټ مسوولان وايي، دامهال د هېواد روغتونونو کې د زړهسوري په ناروغۍ اخته سل ناروغان بستر او تر درملنې لاندې دي.
د سرې میاشتې ټولنې ویاند عرفانالله شرفزوی وايي، ۸زره نور ماشومان چې زړونه یې سوري دي، د خپلې درملنې لپاره مرستو ته په تمه دي.
د هغه په وینا، د زړه سوري د هر ناروغ په درملنې له ۱۳سوه څخه تر ۳زره پورې ډالره لګښت راځي.
نوموړي وویل: «۸۰۰۰ ناروغان یاده اداره کې ثبت شوي او درملنې ته په تمه دي چې د دغو ناروغانو درملنه باید په کورنیو او بهرنیو روغتونونو کې وشي، که مرسته ترلاسه کړو، د ناروغو ماشومانو درملنه به وکړو.»
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د معلوماتو پربنسټ، تېرو څو کلونو کې په کور دننه او بهر روغتونو کې په زړهسوري د ۱۳زره ناروغانو درملنه شوې ده.