Asset 1SWN

ماشومانو لپاره د زړه جراحۍ لومړنی مرکز ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

122120130_1213105465725297_2685803422523021044_o

 

د عامې روغتیا وزارت سرپرست احمد جواد عثماني نن په کابل کې ماشومانو لپاره د زړه د جراحۍ لومړنی مرکز پرانيست. عثماني د دغه مرکز جوړول یو ښه ګام وګاڼه او ويې ويل، دغه مرکز به د ماشومانو د زړه عملیاتو په برخه کې غوره خدمتونه وړاندې کړي.

د نوموړي په خبره، ټاکل شوې دغه مرکز کې د زړه لومړنی عملیات راتلونکې اوونۍ په وړیا توګه ترسره شي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست دغه راز وویل چې هڅه کوي په دې مرکز کې د خدمتونو پروسه پراخه کړي او د زړه د نورو پېچلو عملیاتو لپاره هم زمینه چمتو کړي.

جواد عثماني د خپلو خبرو په دوام ټینګار وکړ چې وزارت یې هوډ لري د روغتونونو په مدیریت او د خدمتونو په کیفیت کې بنسټیز بدلونونه راولي.

د «اندراګاندي د صحت طفل روغتون» رییس نورالحق یوسف‌زی وايي، دغه روغتون ۴۰۰ بستره لري او دا مهال یې په چوکاټ کې ۵ بستره او یوه عملیات خونه د زړه ناروغانو لپاره په پام کې نیول شوي دي.

اوسمهال د ټول هېواد په کچه يو سل او شل زره ماشومان د زړه سوري په ناروغۍ اخته دي چې له منځه یې هره میاشت شاوخوا ۱۰۰ ماشومان له هېواده د باندې د زړه عملیاتو ترسره کولو لپاره استول کېږي.

 

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام