د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست مطیعالحق خالص د ترکیې په استانبول کې یوې غونډه ته ویلي چې افغانستان کې روان بشري ناورین ته په پام دغه هېواد اړینو بشري مرستو ته اړتیا لري.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست په دې ناسته کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې خپلو مرستو ته دوام ورکړي. په دې ناسته کې له ترکیې سربېره د قطر، بریټانیا، اسټرالیا، کاناډا، المان، ناروې، فنلنډ او ډنمارک هېوادونو استازیو ګډون کړی وو.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند عرفانالله شرفزي سلاموطندار ته ویلي چې دې غونډه کې د یادو هېوادنو استازیو هم د مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.
د نوموړي په وینا، د دغو هېوادونو استازیو ژمنه کړې چې افغانانو سره به بشري برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي او د افغانستان اوسني بشري ناورین ته د رسېدنې لپاره به د نړیوالو د پام را اړولو هڅې وکړي.
نوموړي وویل: «د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رییس مطېعالله خالص او ورسره مل پلاويیې دې ناسته کې ګډون کړی او د افغانستان وضعیت، بشري فعالیتونو او د مرستو ټولولو برخه کې خبرې شوي او هېوادونو دې برخه کې افغانستان سره د همکاري ژمنه کړې.»
د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند زیاته کړه چې دې ناسته کې د زړه سوري پر ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې، له بېوزله او کونډو مېرمنو سره د مرستې او پر رواني ناروغیو د اخته کسانو د درملنې په اړه هم خبرې شوې دي.
د اقتصادي چارو یوشمېر کارپوهان بیا دغه ناستې مهمې بولي او غوښتنه کوي چې یادو ناستو کې د افغانستان استازي باید وروبلل شي.
د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تلاش سلاموطندار ته وویل: «دغه لیدنې د نویو اقتصادي همکاریو زمینه برابروي چې نورې نړیوالې موسسې لکه سور صلیب، یونېسکو، اسیسکو او سره میاشت به وکولای شي چې افغانستان سره یو تعریف شوی اقتصادي تعامل وکړي.»
د ترکیې اسټانبول کې د افغانستان په اړه جوړه شوې غونډه کې همداراز افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام هم ټينګار شوی دی.