د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولانو نن سهشنبه د لړم ۱۷مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال ویلي، یوشمېر افغان ناروغان د درملنې لپاره المان ته لېږدوي.
د یادې ټولنې مسوولانو دې خبري ناسته کې زیاته کړې چې د روانې لړم میاشتې په ۱۹نېټه به هغه ۵۴ ناروغان چې سوځېدلي او یا يې هم هډوکي مات شوي، المان ته د درملنې لپاره ولېږدوي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست مطیعالحق خالص وویل: «د لړم میاشتې په ۱۹مه به ۵۴ ناروغان چې سوځېدلي او هډوکي یې مات دي، المان ته د درملنې لپاره ولېږل شي او همداراز په یادې نېټه به ۶۸ نور کسان چې درملنه یې شوې، بېرته هېواد ته راشي.»
په همدې حال کې د هغه ماشومانو د کورنۍ غړي چې المان ته د درملنې په موخه لېږل کېږي، د افغاني سرې میاشتې د دې اقدام ستاینه کوي او له نورو نړیوالو مرستندویه بنسټونو هم غواړي چې افغانستان کې د ماشومان د درملنې په برخه کې همکاري وکړي.
د یوه ناروغ پلار عبدالواسع وايي: «زما ماشوم د هډوکو د ماتېدو ناروغي درلوده او هېواد کې یې درملنه ناشونې ده، خوشحاله یم چې د المان یاد بنسټ دی د درملنې لپاره دغه هېواد ته وړي.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د المان د سولې کلي بنسټ د ۱۹۹۸ کال راهیسي تر اوسه ۴۷۰۰ هغه ناروغان چې د زړه سوري پر ناروغۍ اخته وي، هډوکي یې مات وي او سوځېدلي وي، د درملنې په موخه المان ته لېږلي چې تر درملنې وروسته بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.